1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي د افغانستان په ګاونډ کې اډې ولري

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

له افغانستانه تر وتلو وروسته امريکا غواړي خپل عسکر د سيمې په نورو هيوادونو کې مستقر کړي. لوړ پوړو پوځي چارواکو زياته کړې ده چې د «ترهګرۍ ضد ماموريت» ته دوام ورکول، د دې کار موخه ده.

https://p.dw.com/p/3sJLA
USA | General Kenneth McKenzie
انځور: Getty Images/A. Wong

د امريکا متحده ايالاتو د پوځي قومندې سينتکوم مشر جنرال کينت مک کینزي د سه شنبې په ورځ (د اپريل ۲۰مه نيټه) کانګرس ته وويل چې امريکا غواړي له افغانستانه تر پلان شوي اخراج وروسته چې په څو مياشتو کې به بشپړ شي، په سيمه کې خپل ترهګري ضد فعاليتونو ته دوام ورکړي.

نوموړي وويل: «په دې سره موږ د دې ډاډ ترلاسه کول غواړو چې د افغانستان په لیرو پرتو سيمو کې د تندلارې ډلې تر دوامدارې څارنې او فشار لاندې ولري.»

نوموړي جنرال زياته کړه چې د بريدونو بالقوه پلانونه به را برسيره او له منځه يوړل شي. له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته به امريکا په دې موخه لږ اړين استخباراتي معلومات ولري، خو جنرال مک کينزي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د ترهګرۍ ضد جګړه به له دې کبله «ناممکنه» نه خو «سخته» شي. د هغه په خبره له همدې کبله بايد قطعات د افغانستان په شا او خوا کې مستقر شي.

سپینه ماڼۍ: امريکا په افغانستان کې د القاعدې د څار وړتيا لري

مک کينزي زياته کړه: «موږ د سيمې د ټولو هيوادونو په اړه غور کوو، زموږ دېپلوماتان به له هغوی سره تماس ونيسي او د هغو سيمې په اړه به ورسره خبرې وکړي چې موږ غواړو خپلې منابع پکې ځای پر ځای کړو.» نوموړي زياته کړه چې په پام کې لري د روانې مياشتې په پای کې د دفاع وزير لوېد اوستن ته يو څو بديلونه وړاندي کړي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن تېره اوونۍ له افغانستانه د سپتمبر مياشتي تر۱۱ نيټې پورې د خپلو ټولو ځواکونو د راايستلو اعلان وکړ. دا نېټه په امريکا کې د ترهګریزو بريدونو له شلمې کلیزې سره سمون لري، چې په پايله کې يې امريکايي عسکر افغانستان ته استول شوي ول. له امريکا سره به یې د ناټو متحدين هم له افغانستانه ووځي.

د امريکا پريکړې ته د طالبانو او افغان حکومت غبرگونونه

خو څارونکو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته د القاعدې شبکې او همدا راز د داعش د پراخيدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

وسله والو طالبانو تېر کال په فيبرورۍ مياشت کې له امریکا سره د تړون په ترڅ کې ژمنه کړې چې اجازه به ور نه کړي چې افغانستان يو وار بيا د ترهګرو په پټنځای بدل شي او له دغه هيواده پر امريکا بريدونه ترسره شي. خو په لويدیځ کې د دغه تضمينونو د پرځای کولو په هکله شکونه موجود دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

افغانستان: هغه داعشيان چې له حکومت سره يوځای شوي