1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناکامیو ارزونې د کميسیون ګومارل

۱۴۰۰ آذر ۲۵, پنجشنبه

د امريکا کانګرس په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړې د ناکاميو د ارزونې په موخه چې د يوه کمېسيون د رامنځته کولو له پاره رايه ورکړه. کمېسيون به په راتلونکي کې د دې ډول ناکاميو د مخنيوي له پاره تګلاره غوره کوي.

https://p.dw.com/p/44M1N
Afghanistan, Kabul | Rücktransport der 13 gefallenen US-Soldaten
انځور: 1stLt. Mark Andries/U.S. Marine Corps/Handout/REUTERS

دا کمېسيون د ۷۶۸ ميلياردو ډالرو کلنې بودجې برخه ده چې د سنا مجلس غړيو د ۸۹ مثبتو او لسو منفي رايو په ورکړې سره تصويب کړه. تېره اوونۍ دغه بودجه د استازو مجلس له خوا هم تصويب شوې وه.

د افغانستان په تړاو دې کمېسيون کې به د ګډون له پاره د امريکا د دوو سترو ګوندونو څخه ۱۶ غړي ګمارل کیږي او خپل لومړی رپوت به په يوه کال کې او بيا وروستی رپوټ به د دريو کلونو په موده کې وړاندې کوي.

د کانګرس له خوا ويل شوي: «کمېسيون به د افغانستان د جګړې يوه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړي او د عسکرو د ډيرولو او کمولو او همدا راز د ځينو ضرب الاجلونو د اغیزو په ګدون به هغه څه چې د ستراتیژيکو او تخنيکي سهوه څخه یې زده کړي دي د راتلونکي د عملياتو له پاره د توصيې په توګه وړاندې کړي.»

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹م کال کې واک ته تر رسيدو وروسته افغانستان ته لومړی په زرونه نور عسکر واستول خو بيا وروسته یې زياتره بيرته را وایستل.

د هغه د ځای ناستي دونالد ترمپ ادارې بيا له طالبانو سره د يوې توافقنامې په لاسليک کولو سره له افغانستان څخه د امريکایي عسکرو د راايستلو له پاره د ۲۰۲۱م د می میاشتې د پای ضرب الاجل وټاکه.

Afghanistan | Soldaten aus Deutschland und den USA beobachten den Eingan zum Flughafen in Kabul
انځور: Davis Harris/U.S. Marine Corps/Handout/REUTERS

دا کميسيون به همدا راز د جارج ډبليو بوش له خوا د افغانستان د جګړې پر پيلولو او همدا راز تر ۲۰۰۱م کال مخکې د امريکا د افغانستان پر تګلاره هم غور وکړي.

د « National Defense Authorization Act» يا د ملي دفاع واک قانون چې ښايي ولسمشر جو بايدن یې هم لاسليک کړي، د تايوان سره د کانګرس پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی. په دې وروستيو کې د چين او تایوان ترمنځ ترنګلتياوې ډېرې شوي دي. چين تايوان ته د خپلې خاورې د يوې برخې په توګه ګوري او د بيا يو ځای کیدو په تمه يې دی.

دې کمېسيون پر امريکا متحده ایالاتو د تایوان د غير متناسبې دفاعي وړتياو د لوړولو غږ کړی دی او غوښتنه یې کړې ده چې دغه هيواد دې د ۲۰۲۲م کال د پاسيفيک په څنډه کې د ترسره کيدونکو مانورو ته راوبولي. د هوايي په شا او خوا کې دا پوځي تمرينونه د امريکا ستر تمرينونه دي چې په هرو دوو کلونو کې درسره کیږي.

دې قانون د تير کال په پرتله د امريکا دفاعي بودجې ته د ۲۸ میلياردو دالرو وده هم ورکړې ده او د دفاع وزارت د ملکي او پوځي کارکوونکو په معاشونو کې د ۲،۷ سلنه زياتوالي وړاندیز یې هم کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د بايدن د ادارې له خوا یې غوښتنه نه وه شوې.

ب. ص/ ن.ز (AFP)