1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: اسرائیل حق لري له ځانه دفاع وکړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسرائيل له صدراعظم نیتانیاهو سره د تیلیفوني خبرو په ترڅ کي، د حماس په وړاندي د اسرائیلو د راکټي بریدونو په اړه تفاهم ښکاره کړ. په اسرائيل کي یووار بیا سختي نښتي رامنځته سوي.

https://p.dw.com/p/3tLCg
Palästina Israel Konflikt
انځور: Majdi Fathi/NurPhoto/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسرائيل له صدراعظم نتانیاهو سره د تیلیفوني خبرو په پای کي وویل: «زما انتظار او هیله داده، مخکي له دې چي ناوخته سي، دا هر څه پای ته ورسیږي.»

په عین حال کي نوموړي ټینگار وکړ: «کله چي په زرو توغندي د هغه د قلمرو پر خوا توغول کیږي نو اسرائیل ددې حق لري چي له ځانه دفاع وکړي.»

د بایدن حکومت مخکي له دې د دغه کړکېچ په هکله اندېښنه ښودلې وه او له دواړو خواوو څخه یې د هغه د ختمیدو غوښتنه کړې وه.

USA Washington | Joe Biden
د امریکا ولسمشر جوبایدنانځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکین ویلي دي چي د دیپلوماتي چارو له لوړپوړي مسؤل هادي امر څخه  یې هیله کړې چي ژر تر ژر سیمي ته سفر وکړي او له دواړو خواوو سره له نیژدو وگوري. امريکا به د بایدن په استازیتوب د کړکیچ د مخنیوي له پاره هلي ځلي وکړي.

بلینکین د غزې له تراډي څخه پر ملکي اسرائیلیانو باندي د حماس توغنديز بریدونه په کلکه وغندل. هغه زیاته کړه چي فلسطینیان حق لري چي په امنیت کي ژوند وکړي.

امریکا متحده ایالات اوس هم د دوو دولتونو حل لاري ته وفادار دي. خو نوی تشدد به دغه هدف ته رسیدل لا پسي سخت کړي.

اسرائيل د نورو بریدونو پریکړه کړې

د رسنیو په حواله د اسرائيل کابینې په غزې تراډه کي د حماس پرضد د پوځي ماموریت د پراخیدو پریکړه وکړه. دغه پوځ به سمدستي په فلسطیني سیمو کي د حماس ډلي پر هدفونو باندي بریدونه وکړي.

د سیمه ایزو رسنیو په حواله په غزې تراډه کي د مالیې وزارت او همدارنگه د حماس یو بانک له منځه وړل سوی ترڅو هلته ددغه سازمان مالي کنترول سخت کړي.

پوځ خبر ورکړی دی چي جنگي الوتکو پر ډیرو ستراتیژیکي مهمو ودانیو اوهمدارنگه د حماس پر بحري کوماندو باندي بریدونه کړي. پر ترهگري هدفونو باندي به دغه ډول بریدونه ادامه پیدا کړي.

Israel I Gaza I Erneute Angriffs- und Zerstörungswelle im Nahen Osten
په منځني ختیځ کی نوي راکټي بریدونهانځور: Said Khatib/AFP/Getty Images

د یهودانو او عربانو ترمنځ نښتي

د چهارشنبې په ورځ د اسرائيل په ډیریو ښارونو کي د یهودانو او عربانو ترمنځ سختي شخړي رامنځته سوې. په شمال کي پراته اکرې ښار کي ډېرو اسرائیلي عربانو پر یوه یهودي حمله وکړه او هغه یې سخت ټپي کړ.

په تل ابیب کي، بات هام نژدې یوه ډله قهرجنو یهودانو یو عرب موټروان له خپل موټر څخه راکښته او هغه یې سخت زخمي کړ. نورو بیا د عربانو دوکانونو ته اور واچاوه.

په اسرائيل کي د عربانو اقلیت د هغه ځای د نفوس ۲۰ سلنه ده چي شمیر یې ۹ میلیونو انسانانو ته رسیږي. هغوی تل د ځان په هکله له تبعیض څخه شکایتونه کوي.

ښي اړخه سیاستوال بیا په اسرائيل کي دغو عربانو ته د یهودي دولت د دښمن په سترگه گوري.

GP/NZ/DW.Online