1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له فارس خليج څخه خپلې جنګي بيړۍ باسي

۱۳۹۹ دی ۱۲, جمعه

د امريکا د دفاع وزارت تصمیم نیولی چې له منځني ختيځ څخه خپلې الوتکې لیږدونکې جنګي بيړۍ «يو اس اس نيمتز» وباسي، داسې يو اقدام چې کیدای شي د ایران او امریکا تر منځ د ترينګلتیا په کميدو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3nQdO
US Navy Flugzeugträger
انځور: U.S. Navy/Jason Tarleton/abaca/picture-alliance

د امریکا د دفاع وزارت د دغه اقدام اعلان د قاسم سلیماني د وژنې لومړني تلین ته د نژدې کيدو پر وخت او داسې مهال کوي چې په وروستيو ورځو کې د ايران او امريکا تر منځ د ترينګلتياو کچه نوره هم لوړه شوې ده.

د امريکا د دفاع وزارت يا پنتاګون سرپرست، کريستوفر میلر، وویل چې دغه هيواد یوازې خپله الوتکې ليږدونکې کښتۍ او د هغو ملګرې له منځنې ختيځ څخه باسي او د دغه هيواد سواحلو ته به يې راوګرځوي.

دغه پريکړه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر۳۱مه) يوه ورځ وروسته له هغې اعلان کړه، چې د امريکا دوې بي ۵۲ ډوله بم غورځوونکې الوتکې د فارس خلیج پر آسمان يې پروازونه وکړل.

امريکايي چارواکو ويلي ول چې دغه اقدام يې د قاسم سلیماني د وژني د لومړنۍ کليزې پر وخت د ایران د احتمالي غچ اخیستونکي حملو پر وړاندې د چمتووالي په موخه کړی، تر څو وښيي چې دوی په سیمه کې د خپلو او د خپلو متحدانو د منافعو پر وړاندې د هر ډول حملو دفاع کولی شي.

د امريکا د جنګي بيړيو د وتلو اقدام، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظریف تر هغو څرګندونو وروسته کيږي چې ويلي يې ول: «له ایران سره د امریکا د جګړې پلمه» له سيمې څخه اعلان شوې ده.

Iran USA USS Georgia
انځور: Indra Beaufort/U.S. Navy/AP Photo/picture alliance

اسوشتيد پريس خبري آژانس ليکلي دي چې د امريکا لويديځو سواحلو ته د دغو بيړيو استول، له دې سره مغايرت لري چې امريکا د خپل ځواک په ښودلو سره د ايران له يوې حملې څخه مخنيوي وکړي او يا به ښايي داسې يوه خبره وي چې وګوري آيا ايران په ريښتيا هم د دونالد ترمپ حکومت په وروستيو ورځو کې لاس په حملې پورې کوي او که نه.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې پر ۳مه په بغداد کې د امريکا د هوايي ځواکونو په يوه بريد کې ووژل شو. د هغه د وژنې لومړي تلين ته په نژدې کيدو سره د ايران او امريکا ترمنځ د غچ اخیستنې ګنګوسې وې. امريکا په دې اړه انديښنه ښکاره کړې چې ايران غواړي د هغه د کلیزې پر وخت پر دوی او د دوی پر متحدانو باندې غچ اخیستونکې حمله وکړي.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مشر، جنرال کنت مک کنزي، تر دې وړاندې ويلي ول که چيرته ايران په غچ اخیستونکې حملې باندې لاس پورې کړي، امريکا يې «ځواب ورکولو ته چمتو» ده.

خو اوس چې پنټاګون له منځني ختيځ څخه د امریکا د جنګي بيړيو د ايستلو اعلان کړی، ممکن دا د ایران او امريکا تر منځ د ترينګلي وضعيت د کچې په کمیدو کې مرسته وکړي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.