1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي امريکايي نظامي تجهيزات د زړو اوسپنو په توګه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۵, شنبه

امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو سره سم د خپلو هغو تجهیزاتو ورانول پیل کړي چي افغان ځواکونو ته یې نه پریږدي. هغوی وايي چي نه غواړي دغه تجهیزات یې د دښمنانو لاس ته ولویږي.

https://p.dw.com/p/3tQaD
Afghanistan US-Schrott vor Bagram Air Base
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د کابل د بابا میر د اوسپني خرڅولو په دوکان کي د نقلیه وسایلو زړې بقایاوي اچول سوي دي. د جنراتورونو د کوچنیو ټوټو څنګ ته د ټانکونو ځنځیرونه هم لیدل کیږي چي مات سوي او د اوسپني په ټوټو اوښتي دي.

دا ټول د امریکا متحده ایالاتو د تجهیزاتو ټوټي دي. امریکایان خپل تجهیزات د بګرام له هوايي اډې څخه راټولوي. دا په افغانستان کي ددغو ځواکونو تر ټولو لویه نظامي اډه ده او هر هغه څه چي له ځانه سره نه وړي او افغان پوځیانو ته یې نه ورکوي، د امکان ترحده تخریب کیږي. حتی کوچنۍ اډې هم له منځه وړل کیږي.

دا یو امنیتي اقدام دی او امریکایان غواړي ځانونه ډاډمن کړي چي دغه تجهیزات د یاغیانو لاس ته نه لویږي. خو د میر بابا او د اوسپنو خرڅولو نورو لسګونو کسانو په نظر د بګرام پر شاوخوا دغه کار د نه بخښلو وړ یو اسراف دی.

مير بابا وویل: «هغه څه چي امریکایانو ترسره کړي، د افغانستان له خلکو سره خیانت دی. هغوی باید دغه ځای پریږدي، لکه څنګه چي یې دغه تجهیزات ړنګ کړل، زموږ ژوند یې هم راخراب کړی.»

امریکايي ځواکونه داسي انسانان شاته پریږدي چي غمجن او عصباني دي. د هغو په خبره د افغانستان خلک احساس کوي چي له داسي یوه میراث سره یوازي پریښودل کیږي چي په هغو کي لږ تر لږه امریکايي ځواکونه مسؤل بلل کیږي. دغه میراث د امریکا په ملاتړ یو ژور فاسد حکومت او مخ پر زیاتیدونکې بې ثباتي ده چي ښايي یو وار بیا په بې رحمه داخلي جګړې باندي واوړي.

د زړو اوسپنو خاوندان ناراضه دي، دا ځکه چي احساس کوي ددغو تجهیزاتو د خرڅولو له لاري یې لا ښه ګټه ترلاسه کولای سوای.

په زرونو فلزي کانتینرونه د «C17» ډوله باروړونکو الوکو په مرسته او یا هم د مځکي له لاري د پاکستان او مرکزي آسیا پر لار له افغانستانه ايستل کيږي. لکه څنګه چي تیره اونۍ ۶۰ دغه ډول الوتکو چی نظامي تجهیزات پکښي ول، افغانستان پریښود.

چارواکي د هغو تجهیزاتو په هکله چي وړل کیږي او یا هم په افغانستان کي پاتیږي، معلومات نه ورکوي او هغه پټ ساتي.

امریکايي او لویدیځو چارواکو ویلي چي زیاتره دغه تجهیزات چي امریکا یا نورو غربي هیوادونو ته انتقالیږي، حساس تجهیزات دي چي په هیڅ ډول په افغانستان کي نه پاتیږي.

د هلیکوپترو، پوځي نقلیه وسایلو، وسلو او مهماتو په شمول به نور تجهیزات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل سي.

په دې وروستیو کي په هلمند کي د «نیو انتونیک» په نامه اډه افغان پوځیانو ته وسپارل سوه. ویل کیږي چي طالبان ددغه ولایت شاوخوا ۸۰ سلنه برخه په لاس کي لري.

هغه تجهیزات او وسایط زاړه فروشیو ته ورکول کیږي چي نه ترمیم او نه هم د خپل خراب وضعیت له امله افغان ځواکونو ته پریښودل کیدای سي.

د امریکا متحده یالاتو پوځ د یوې وینا پراساس، تر اوسه د دغو تجهیزاتو ۱۳۰۰ ټوټې تخریب سوي دي. د يوه امریکايي چارواکي په حواله د دغو تجهیزاتو شمیر به د سپتمبر د یوولسمي دمخه چي د خارجي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه ده، لا پسي زیات سي.

دا یوه نوې کړنلاره نه ده. دغه ډول اقدام په ۲۰۱۴م کال کي هم سوی وو. په هغه وخت کي په زرو عسکر له افغانستان څخه وایستل سول او امریکا متحده ایالاتو او ناټو، امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل.

د امریکا پوځ د دفاعي تدارکاتو د آژانس ویاند په هغه وخت کي ویلي ول چي د تخریب سوو نقلیه وسایلو څه د پاسه ۱۷۶ میلیونه کیلو گرامه زړه اوسپنه یې د ۴۶،۵ میلیون ډالرو په بیه پر افغانانو خرڅه سوې ده.

بابا میر چي د زړو اوسپنو دوکان لري، تیره میاشت یې په ۷۰ ټنه ډکو زړو تجهیزاتو یوه کانتینرله پاره، ۴۰ زره ډالر ورکړل.

هغه اسوشیتد پرس آژانس ته وویل چي ددغو تجهیزاتو له پلورلو څخه به ګټه ترلاسه کړي. خو زیاته یې کړه چي که دغه تجهیزات تخریب سوي نه وای، که یې سم کار هم نه سوای کولای نو د هغو د خرڅلاو له لاري به یې لا ډیری پیسې ترلاسه کړي وای.

آ./ګ.پ.