امریکا خپلو افغان محلي کارکونکو ته ۸۰۰۰ اضافي ویزې ورکوي
۱۴۰۰ مرداد ۱, جمعهدغه لایحه چي په پارلمان کي د دواړو حزبونو، یعني جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو له خوا په ۴۰۷ مثبتو او ۱۶ منفي رایو سره تصویب سوه، باید سنا یې هم تصویب کړي. د دغي لایحي مطابق په نظر کي دي چي د امریکايي قواوو افغان همکارانو ته د ویزې د صادرولو پروسه هم چټکه سي.
هغه افغانانو چي په تیرو ۲۰ کلونو کي یې د امریکا له پوځي ځواک سره په افغانستان کي همکاري کړې ده، بیره لري چي د اګست میاشتي تر پایه پوري د دغو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به د طالبانو له غچ اخیستلو سره مخامخ سي.
د امریکا متحده ایالاتو د استازو په مجلس کي د دیموکراتانو وکیل، جیسن کرو وویل چي د دغي لایحې په تصویبیدو سره به ټولو هغو کسانو ته چي شرایط یې تکمیل کړي وي او غواړي امريکا ته راسي، د ویزې ورکولو زمینه مساعده سي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر، انتوني بلینکن تیره میاشت ویلی وه چي امریکا ته د ورتګ احتمالي غوښتونکو تعداد تقریباً ۱۸۰۰۰ کسانو ته رسیږي.
د دغه پروګرام څخه ټول هغه افغانان چي د امریکا متحده ایالاتو له حکومت یا پوځ سره یې همکاري کړې وه، ګټمن کیدلای سي. د ۲۰۱۴م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي امریکا متحده ایالاتو خپلو محلي افغان کارکوونکو ته ۲۶۵۰۰ خاصي ویزې ورکړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس، جوبایدن تر هغه وروسته چي اعلان یې وکړ، په افغانستان کي به یې نظامي ماموریت د همدې کال د اګست میاشتي پر ۳۱ مه پای ته ورسیږي، د پارلمان د وکیلانو او غیر حکومتي سازمانو تر فشار لاندي راغی چي خپل افغان همکاران او فامیلونه یې راوباسي او د امریکا ویزې ورکړي.
د امریکا د استازو په مجلس کي د دیموکراتانو بل وکیل، ایرل بلومن آور وویل: «موږ تر ډیره وخته پوري متوجه نه ؤ، چي په افغانستان کي حالت څونه اضطراري دی او د هغو کسانو امنیت، چي خپل ژوند یې له امریکایانو سره د مرستي په خاطر له خطر سره مخامخ کړی ؤ، په دغه سخت حالت کي تأمین سي.»
تر هغه وروسته چي په تیرو اونیو کي د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جنګونه شدید سول، په افغانستان کي د امریکا د محلي همکارانو په باب تشویشونه ډېر سول.
طالبان د لا ډېرو سيمو د نیولو په حال کي دي او ځیني سرحدي-عبوري لاري یې هم په خپل کنټرول کي راوستلي دي.
امریکا متحده ایالات په همدې جولای میاشت کي له افغانستان څخه د مهاجرت د خاصو ویزو د ورکولو جریان پیلوي او د پروسو تر تکمیلیدو پوري به هغوی په ویرجینیا کي یوې نظامي قرارګاه ته انتقال سي.