1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ځينو افغان مېرمنو ته د ويزې پر ورکړه غور کوي

۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه

د امريکا حکومت غواړي هغو افغان مېرمنو ته په چټکه توګه ویزې ورکړې چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته یې ژوند ښايي له خطر سره مخامخ شي. په دې کې سیاستوالې، خبريالانې او فعالانې شاملې دي.

https://p.dw.com/p/3wCn4
Afghanistan Kabul Protest gegen Steinigungen durch die Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/H. Amid

په امريکا متحده ايالاتو کې د بشري حقونو ټولنې له څه مودې راهيسې د بهرنيو چارو له وزارت او سپينې ماڼۍ څخه غواړي چې تر ۲۰۰۰ زياتې ویزې د هغو ښځو او ښځو د حقونو د مدافعينو له پاره ځانګړې کړي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته یې ژوند ښايي له خطر سره مخ شي.

دغه ډلې غوښتنه کوي چې دا ويزې دې هم د هغه پروګرام په چوکاټ کې شاملې شي چې د امريکا حکومت په افغانستان کې د زرونو افغان ترجمانانو او د امريکا د پوځ د نورو افغان کارکوونکو د را ايستلو له پاره په نظر کې نیولی دی.

يوه امريکايي چارواکي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې د امريکا حکومت اوس پر دې موضوع غور کوي او په پام کې ده چې نه يوازې هغو ښځو ته چې له خطر سره مخامخ دي، ویزې ورکړي، بلکې هغو نارينه وو او د اقليتونو غړيو ته هم چې ډېر له خطر سره مخ دي.

دغو ډلو له سپينې ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې چې هغه ښځې چې په تېرو دوو لسيزو کې یې لاسته راوړنې لرلي دي، د ښځو پلويان او د هغوی د حقونو مدافعين بايد ژر تر ژره ویزې ترلاسه کړي.

Afghanistan Kabul | Ariana News Moderatorin Mina Khairi und Mutter geötet
همدا څو اوونۍ تر مخه د آريانا نيوز يوه خبرياله په کابل کې ووژل شوهانځور: Ariana News

د « Mina's List» په نامه ټولنې د حقوقي برخې مشرې تیريزا کاساله چې په ټوله نړۍ کې په حکومتونو کې د ښځو د استازيتوب له پاره هلې ځلې کوي، وويل: «ژوندونه یې په خطر کې دي.» هغې زياته کړه: «ښځې مشرانې د طالبانو له خوا په نخښه شوي او وژل شوي دي. هغوی په مرګ ګواښل کيږي.»

سپينې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو په پام کې ده چې ولسمشر جو بايډن نن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه وينا وکړي او تمه کیږي چې نوموړی به د افغان ښځو د حقونو پر خونديتوب هم خبرې وکړي.

امریکا ته د ویزې ترلاسه کولو چانس بيا برابر سوی

په افغانستان کې په دې وروستيو کې د پوليسو افسرانې، د رسنيو کارکوونکې، قاضيانې او د روغتيايي برخې کارکوونکې د هدفي بريدونو ښکار شوې.

د بشري حقونو د څار ټولنې په اپريل مياشت کې ليکلي ول چې هغه ښځې په ځانګړي توګه ګواښل کيږي چې د تلویزيون او يا راډيو سره کار کوي.

دغه ټولنې زياته کړې وه: «خبريالانې يوازې د هغه موضوعاتو له کبله چې هغوی پوښښ ورکوي، نه وژل کیږي، بلکې د هغو ټولنیزو نورمونو څخه د سرغړونې له کبله هم چې ښځو ته په عامه ساحو کې او د کوره دباندې د کار اجازه نه ورکوي، هدف ګرځي.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

په افغانستان کې یوه بله خبریاله هم ووژل شوه