UNAMA په افغانستان کی خپلې دندي ته دوام ورکوی | دويچه ويله پښتو | DW | 24.03.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

UNAMA په افغانستان کی خپلې دندي ته دوام ورکوی

په داسي حا ل کي چي د ملګرو ملتونو د ټولنۍ د امن جرګه، په افغانستان کي د زور زياتي انديشنه ښودلې، دا پريکړه کړی، چی د UNAMA په نامه د دغۍ ټولني خاصه دنده دې په افغانستان کی یو کال نور هم دوام پيدا کړی.

په افغانستان کي يی د ملګرو ملتونو د ټولنۍ د خاص استاذي، نارويژي Kai Eide

په افغانستان کي يی د ملګرو ملتونو د ټولنۍ د خاص استاذي، نارويژي Kai Eide

د امن د جرګۍ دغه پریکړه د ټولو دايمي او غير دايمي غړيو په رايو سره شوي ده. د ملګرو ملتونو د ټولنۍ لوي منشي بان کي مون د امن جرګۍ د دغۍ پریکړي څخه ډير ښه هر کلي کړي او په افغانستان کي يی د ملګرو ملتونو د ټولنۍ د خاص استاذي، نارويژي Kai Eide د فعاليتونو ستاینه کړيده. په روان وخت کی د UNAMA په چوکاټ کی څه نه څه 1000 تنه په افغانستان کی په تيره بيا په امنيتي چاروکي په کار بوخت دي. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ټولني خاصه دنده د امن جرګي د 1868 پریکړه لیک په بنسټ ولاړ دي او د دغي پریکړی له مخي UNAMA بايد په افغانستان کی د نړيوالو مرستنديو ټولنو اوسازمانونو مرستي تنظيم کړی.

په دغه هيواد کي د امنيتي اقداماتو د پرمخ بيولو په لاره کي خپله ونډه ترسره کړی او د نړيوال سوله ساتونکی ځواکونو ISAF سره ګډ کار وکړی. سربيره په دي په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د ټولنۍ خاصي اداري، UNAMAدنده داهم ده چی په دغه هیواد کی د بډي اخيستلو او اختلاص سره مبارزه وکړی او پرمختيايي چاري پر مخ بوزي، تر څو چي د کلنو په اوږدو کي تري ثمري ترلاسه شي.

يوناما به سږ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې هم مهم رول ولری

يوناما به سږ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې هم مهم رول ولری

د افغانستان په هکله دملګرو ملتونو د امن جرګۍ په پریکړه لیک کی دا هم ويل شوی دي، چی د افغان حکومت دغوښتني په اساس به UNAMA په دغه هيواد کی د راتلونکي ولسمشري د ټاکنو د تنظيمولو او پرمخ بيولو په لاره کي هم د افغانانو سره مرستي وکړي. د افغانستان د ولسمشري په راتلونکي ټول ټاکنو کی به د ملګرو ملتونو د ټولني د اداري UNAMA نقش ځکه ډير د اهميت وړ وی، چی دغه اداره به په ټول ټاکنو کي د درغليو او لاس وهنو مخنوۍ کوی ، تر ځو چی په پای کی د ټاکنو نتيجۍ د ټولو لپاره د باور وړوي.

کله چي پرون د ملګرو ملتونو د امن په جرګه کي د افغانستان په موضوع باندی خبري کيدلي، د دغي جرګی ټولو د 15 غړیو هيوادونو استاذو په افغانستان کي د روانو نا امنيو له امله خپله انديښنه ښودلي. په تيره بیا چی د ترهګري ګوزارونه بيا زيات شوی. UNAMA یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دټولني خاصه اداره په دغه هیواد کی د ځواک له مسنده څخه د طالبانو د راپرزيدلو نه وروسته د2002 ميلادی کال د مارچ په میاشت کي پخپل کار پيل کړی او اصلی موخه يی همدا دي چی د جګړه ځپلۍ افغانستان د بيا روغونی په لاره کی له دغه هیواده سره مرستي وکړی او د ملي روغي جوړي پروسه پرمخ بوزي. هر کال بايد د امن د جرګې لخوا دا پریکړه وشی چی د دغي اداري د کار موده په افغانستان کی اوږد کړای شی او که نه.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی: وردګ