1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م:نړیوال په افغانستان کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښمنه ​​ده

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

په دوحه کې د افغانستان په اړه د تړلو دروازو ترشا غونډه د سه شنبې په ورځ پرته له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه بحث وسي، پای ته ورسېده.

https://p.dw.com/p/4QpCG
Katar, Doha | UN LDC5 Konferenz
انځور: Karim Jaafar/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښمنه ​​ده.

هغه ويلي دي چې «د دې غونډي ګډونوال د يوې داسي ستراتیژۍ په اړه موافقې ته ورسېدل چي په افغانستان کي د ثبات په اړه پوښتني او مهمي ستونزي حل کړای سي.»

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا رابلل سوي غونډې وروسته ګوتریش د دغه هيواد ستونزې روښانه کړې. هغه د نورو تر څنګ، د تروریزم خطر، ښځو او نجونو ته نه پام کول او د مخدره موادو قاچاق ته اشاره وکړه.

اړوند مطالب:د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک مسوده: طالبان دې د ښځو پر کار بندیز لغوه کړي

په هغه اعلامیه کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال د دې غونډې په پای کې خپره کړې ده، ویل سوي دي چې د غونډې ګډونوال په افغانستان کي د تروريستي سازمانونو د دوامداره حضور څخه اندېښمن دي.

اړوند مطالب:ملګرو ملتونو طالبانو ته شرط ايښی دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې غونډې په تړاو وویل: «موږ خپلو موخو ته د رسېدو له پاره نسو کولای چې په افغانستان کي له خپلو فعاليتونو څخه لاس واخلو. زموږ څخه ډېرو وغوښتل چې خپل کار ته هغه شان ادام ورګړو چي په کاريږي او له هغو تجربو څخه کار واخلو چي په تيرو وختونو کي مو ترلاسه کړي دي.»

Afghanistan Eid Al-Fitr
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل چې په افغانستان وضعیت په نړۍ کې تر ټولو ستر بشري ناورین بدل سوی دی او زياته يې کړه چي قصد لري «په يوه مناسب وخت کي له طالبانو سره وګوري، خو تر اوسه پوري يې لا وخت رارسېدلی نه دی.»

اړوندمطالب:ګوتریش او استازي د افغانستان د بحرانونو اړوند پر مهمو ټکو غږيږي

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دې اړه چي د حکومت استازي يې دي غونډي ته وربلل سوي نه ول نيوکه وکړه او ويې ويل: «که دوی حاضر نه دي چي زموږ خبرو ته غوږ ونيسي او په دې اړه زموږ د دريځ څخه خبر نه سي، څرنګه کيدای سي چي يوې قانع کوونکي حل لاري ته سړی ورسيږي.»

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

هغه زیاته کړه: «په یواړخيزه پريکړو سره کار ځای ته نه رسيږي. افغانستان يو خپلواک هيواد دی او خپل ځانګړی دريځ لري. موږ له دوی څخه غواړو چي ږغ مو واوري.»