1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په ۹۰ فيصده هيوادونو کي د ژوند معيار مخ په ځوړ روان دی

۱۴۰۱ شهریور ۱۸, جمعه

د کرونا وبا، اقليمي بدلون او د اوکراين جګړې له کبله رامنځته سوې منفي اغېزې په نړۍ کي په مشترکه توګه احساسيږي. ملګرو ملتونو په دويم کال هم په بشري پرمختګ کي ځوړ ثبت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4GdxA
د کرونا پاندمي او د اوکراين جګړه هم د انساني پرمختګ د سرعت کمولو لامل بلل سوي دي
د کرونا پاندمي او د اوکراين جګړه هم د انساني پرمختګ د سرعت کمولو لامل بلل سوي ديانځور: Aamir Ansari/DW

د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې (UNDP) په حواله په ۲۰۲۱ کال کي د نړۍ په ۹۰ فيصده هيوادونو کي د ژوند  حالات د بهتره کېدو پر ځای تر پخوا خراب سوي دي. ياد سازمان د انساني پرمختګ لپاره په خپل ځانګړي انډکس يا ګراف کي ګوري چي د نړۍ په هيوادونو کي د روغتيا، زدکړي او د ژوند د معيار په برخه کي څومره پرمختګ سوی دی.

د بحرانونو له کبله «بې ثباتي»

د انساني پرمختګ د انډکس لپاره معلومات او ارزونه يې ۳۲ کاله تر مخه پېل سوه. له هغه راهيسي هر کال د ارزونو کلنۍ نتيجې خپريږي. خو په يادو ۳۲ کالونو کي دا لومړی ځل دی چي دوه کاله پرله پسې په نړيواله توګه ځوړ رامنځته سوی دی. د ياد سازمان په راپور کي ويلي سوي دي چي د دغه ځوړ له وجي «په تيرو پنځو کالونو کي په لاس راغلي پرمختګونه» هم ضايع سوي دي.
د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي

د (UNDP) ادارې  مشر اشيم سټينر ويلي چي په ۲۰۰۷ کال د نړيوال اقتصادي بحران د اوج پر وخت لا په انساني پرمختګ کي دومره ټيټوالی نه ؤ رامنځته سوی، لکه اوس چي ثبت سوی دی.

په تازه راپور کي ويلي سوي دي چي په اقليم کي بدلون او پر نړيوالو يې مشترک اثرات، د اوکراين جګړه او د کرونا پاندمي د دې لامل سوي دي چي په دې شان يو د «بې ثباتۍ» حالت رامنځته سي. د هغه په وينا ياد بحرانونه د دې لامل سوي چي په نړيواله توګه د ژوند پر معيار منفي اغېزې وکړي.

اعمار څه وايي؟

د ملګرو ملتونو د يادې ادارې د راپور له مخي سويس د نړۍ تر ټولو زيات پرمختګ لرونکی هيواد دی. ناروې پر دويم او آيسلنډ په دريم مقام راغلي دي. په دغه راپور کي آلمان، سوېډن، ډنمارک او آيرلنډ و نهم مقام ته راټيټ سوي دي.

په ۱۹۹۰ کال چي کله په لومړي ځل داسي درجه بندي وسوه نو هغه وخت د امريکا متحده ايالات پر اول مقام ول. خو د هغه وروسته دغه هيواد اوس و ۲۱ مقام ته راکښته سوی دی.
په افريقا کې د خوراکي توکو بيې په چټکۍ لوړيږي

د دغې درجه بندۍ له مخي په شاته پاته هيوادونو کي جنوبي سوډان پر لومړي مقام دی. د هغه وروسته د چاډ او نايجر نومونه راغلي دي. په راپور کي د شمالي کوريا، سوماليا، ناورو او موناکو په هکله معلومات نه دي راوستل سوي.

په دغه راپور کي هانګ کانګ په آسيا کي تر ټولو زيات پرمخ تللی هيواد بلل سوی دی. په راپور کي راغلي دي چي د دغه راپور د چمتو کولو پر وخت د ټولو هيوادونو په تړاو معلومات نه ول موجود او له دې کبله يې په وينا کتونکي بايد په احتياط سره د هيوادونو پرتلنه وکړي.

آ./ا.ا./ب.ص.