1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: طالبان بايد د کرکجنو سزاوو ورکول سمدلاسه بند کړي

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ په افغانستان کي د تورنو کسانو په دُرو وهل کېدل په کلکه غندلي او دغه يې د نړيوالو تړونونو نقض بللی دی.

https://p.dw.com/p/4K79l
Konflikt in Afghanistan
انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ په افغانستان کي په عامه محضر کي د ۱۴ انسانانو د په درو وهل کېدلو په هکله غبرګون ښودلی دی. دغه انسانان د لوګر په ولايت کي په دُرو وهل شوي ول.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسارۍ وياندي راوينه شمداساني د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۵ نېټه) په جنيوا کي وويل چي طالبان بايد د دا ډول کرکجنو سزاوو ورکول په سمدلاسه بند کړي.

په عام محضر کې په دورې وهل؛ د طالبانو «ظالمانه» سزا بیا راګرځیدل

طالبانو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۲۳ نېټه) د افغانستان د لوګر ولايت د يو فوټبال په لوبغالي کي درو مېرمنو او ۱۱ نارينه ؤ ته د ۳۵ او ۱۰۰ تر منځ د درو وهلو سزا ورکړې وه. پر دغو کسانو د مثال په توګه تور ؤ چي غلا يې کړې وه، «د ټولنيز اخلاقو ضد عمل يې کړی وو» او يا يې «نا مشروع اړيکي» لرلي وې.

د م.م. يادي عالي کميسارۍ ويلي دي چي د سزا په توګه په جسماني توګه د انسانانو وهل، شکنجه کول، تحقير آمېزه چلن ورسره کول د شکنجه ضد نړيوال تړون او په همدې توګه د م.م. د ملکي او سياسي حقونو د تړون نقض دی. دغې کميسارۍ ويلي دي چي افغانستان ياد دواړه تړونونه امضا کړي دي او د دواړو تړونونو په عملي کولو مکلف دی.

پاکستاني طالبان په ګواښونو سره باج اخلي

له کوم وخت راهيسي چي طالبانو د تېر ۲۰۲۱ کال په اګست کي په افغانستان کي واک په لاس راوړی دی، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ د جسماني سزاوو يو شمېر قضيې ثبت کړي دي. دغه سزاوي په عامه محضر کي ورکول شوي دي.

د يادي عالي کميسارۍ په وينا صرف په تيرو دولسو ورځو کي يوه مېرمنه او يو سړی ځکه ۳۹ درې وهل شوي دي، ولي چي بېله واده کولو څخه يې يو د بل سره وخت تېر کړی وو. زياته شوې چي يو ماشوم ته د غلا په تور ۶۰ درې او يو نارينه ته هم د غلا کولو په تور شل درې ورکول شوي دي.

آ./ا.ا./ن.ص.