1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمومي اسامبله د افغانستان او برما واکمنانو پرته پایته رسیږي

۱۴۰۰ مهر ۵, دوشنبه

په نیویارک کي د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د افغانستان او برما د واکمانانو له ګډون څخه پرته پای ته رسیږي. تمه کيږي چي په دغه سازمان کي به د پخواني حکومت سفیر، اسحق زی خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/40vmi
76. Generaldebatte der UN-Vollversammlung
انځور: Timothy A. Clary/AP/picture alliance

تیره سه شنبه( د سپټمبر میاشتي ۲۱ مه) طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کي د دوی د استازي د ګډون غوښتنه کړې وه. خو دغه غوښتنلیک باید د نهو غړو هیوادونو له خوا څیړل سوی وای، چي د نورو ترڅنګ پکښي د امریکا متحده ایالات، چین او روسیه ګډون لري.

لکه څنګه چي د فرانسې خبري آژانس د ډیپلوماتیکو منابعو په حواله خبر ورکړی دی، د دغو نهو هیوادونو کمیټې جلسه سره وکړه. کمیټې ویلي چي طالبانو په عمومي اسامبله کي د ګډون غوښتنلیک «ډیر ناوخته» ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د پخواني حکومت استازی اسحق زی به نن د خپلي وینا پر وخت د موقع څخه په استفادې سره د طالبانو پرضد د بندیزونو د شدیدو غوښتنه وکړي، لکه څنګه چي یې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کي د همدې سپټمبر میاشتي په سر کي غوښتنه کړې وه.

اصلأ باید د ملګرو ملتو عمومي اسامبله د افغانستان، برما او ګیني په خبرو سره پای ته ورسیږي. خو د دغه سازمان یو لوړ رتبه مامور د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي د امریکا متحده ایالات، چین او روسیې ترمنځ توافق سوی دی چي په دغه سازمان کي د برما سفیر، کیاو موی تون به هم په هغه کي د وینا ورکولو اجازه و نه لري.

کیاو موی تون چي مخکي د برما د صدراعظمي، سان سوچي سفیر هم ؤ، تر نظامي کودتا وروسته هم په ملګرو ملتو کي خپل د سفارت چوکی وساتله.

76. Generaldebatte der UN-Vollversammlung
د ملګرو ملتو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش په عمومي اسامبله کي د خبرو پر وختانځور: ustin Lane/AP/picture alliance

دی په خپل هیواد کي د دیموکراسۍ غورځنګ ملاتړ کوي او د نظامي کودتا پرضد یې احتجاج کړی دی. په همدې حال کي د امریکا متحده ایالاتو لوی څارنوالۍ همدا څو ورځي دمخه پر دوو تنو باندي تور لګولی دی چي د کیاو موی تون پرضد یې د حملې پلان جوړ کړی ؤ.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله تیره سه شنبه شروع سوه او تر نن پوري دوام کوي. په دغه یوه اونیزه جلسه کي د تر سلو هیوادونو اضافه دولتي او حکومتي مشرانو او ډیرو خارجه وزیرانو برخه اخیستې وه.