1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په م. م. کې د افغانستان د پخواني حکومت د استازو د کار ادامه

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د ملگرو ملتو د سازمان عمومي اسامبلۍ د دوشنبه په ورځ داسي پریکړه لیک تائید کړ چی له مخی یې د چوکیو د اشغالولو په اړه د میانمار د نظامي حکومت او په افغانستان کي د طالبانو د غوښتنو په هکله جوابونه ځنډول کیږي.

https://p.dw.com/p/43vNX
Genf, Schweiz | UN
انځور: Salvatore Di Nolfi/Keystone/picture alliance

د ملگرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلۍ رئیس، عبدالله شاهد خپل چکش پر میز وواهه تر څو هغه گام تصویبیدل تأیید کړي چي د ټولو په موافقې او پرته له رایی اخیستنې سرته ورسید.

د ملگرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلۍ پریکړه چي ۱۹۳ غړي لري، په دې معنی ده چي په میانمار او افغانستان کي د اسلامي جمهوریت د حکومت ساقط سوي سفیران به خپلو دندو ته ادامه ورکړي.

دغه پریکړه لیک د سویدن سفیري انا اِنِستروم په ملگرو ملتو کي معرفي کړ چی د ملگرو ملتو د سازمان د اسامبلۍ د اعتبار ورکولو د کمیټې رئیسه ده. نوموړې کمیټې چی ۹ غړي لري، تیره اونۍ وړاندیز وکړ چي ملگري ملتونه دي دغو دواړو هیوادونو ته د اعتبار ورکولو په اړه خپل تصمیم وځنډوي.

میرمن انستروم وویل چي دغه کمیټه به په دې اړه کومه بله ناسته ونه لري او په دې اړه هم د نظر له ورکولو ډډه کوي چي د افغانستان او میانمار په اړه اعتبار ورکول به تر کوم وخت پوري وځنډول سي.

د میانمار نظامي واکمنانو غوښتل چي په ملگرو ملتو کي د دغه هیواد سفیر، کیاو مو تون له دندي گوښه کړي. هغه د پوځیانو له خوا د میانمار د غیر نظامي مشرې، اونگ سان سوچي، د راپرځولو او د فبرورۍ پر اوله نیټه د واک د ترلاسه کولو سره مخالفت کړی وو.

د میانمار خارجه وزیر وونا مانگ لوین د جولای په میاشت کي ویلي ول چی » له ټاکل سوو دندو او واک  څخه د ناوړې گټي اخیستني« له امله د هغه کار ختم سوی او په ملگرو ملتو کي د میانمار د »نوي« سفیر په توگه، اونگ توراین ټاکل سوی دی.

طالبان په دې لټه کي دي چي په ملگرو ملتو کي د افغانستان د پخواني حکومت سفیر غلام محمد اسحق زی له دندي گوښه او محمد سهیل شاهین یې ځای ناستی سي. شاهین د قطر د سولي د خبرو اترو په بهیر کي د طالبانو ویاند وو.

د دواړو هیوادونو افغانستان او میانمار د غوښتنو د ځنډولو په هکله د ملگرو ملتو د اعتبار ورکولو د کمیټې پریکړه په دې معنی ده چي توراین له میانمار او شاهین به له افغانستان څخه د پخوانیو سفیرانو ځای ناستي نه سي، لږ ترلږه تر دوهمي خبرتیا پوري.

د طالبانو غبرگون

طالبانو دغه پریکړه د »فشار یوه وسیله« بللې ده. د طالبانو د خارجه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په خپل تویتر کي لیکلي: »د افغانستان د خلکو د مشروع حقونو څخه انکار او له هغې څخه د فشار د آلې په توگه گټه اخیستنه هیڅ ډول گټه او قانوني بڼسټ نه لري.«

د اعتبار ورکولو د کمیټې غړي له سویډن ، امریکا متحده ایالاتو، روسیې ، چین، باهاما، بوتان، چیلي، نامیبیا او سیرالئون څخه دي.

په دغه غونډه کي د ۱۹۳ هیوادونو له خوا ، له افغانستان څخه د طالبانو او یا هم میانمار څخه د پوځي حکومت د استازو منل به په نړیواله سطحه د رسمیت پیژندلو په لور یو گام وي.

GP/NS/DW.Online