1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاوکرایین

د هغو قاچاقبرانو څرک لګول شوی چې اوکراینۍ ښځې یې هدف ګرځولې

۱۴۰۱ تیر ۵, یکشنبه

یوروپول وایي چې د انساني قاچاقبرانو د یوې داسې ډلې څرک یي معلوم کړی دی چې غوښتل یي د جنسي استثمار له پاره اوکراینۍ پناه غوښتونکي په نښه کړي. د دوی په خبره، یادې ډلې د انترنت له لارې اوکراینۍ ښځې په نښه کولې.

https://p.dw.com/p/4DGJE
Europol
انځور: Jerry Lampen/ANP/dpa/picture alliance

یوروپول یا د اروپايي اتحادیي پولیس وایي چې د یوې داسې ډلې څرک یې لګولی چې اوکراینۍ ښځیې یې د جنسي ګټې اخیستنې په موخه قاچاق کولې. د دوی په خبره انساني قاچاقبران اوکرایني ښځينه پناه غوښتونکې د انټرنټ له طریقه په نښه کوي.

یوروپول ویلي چې د اروپایي اتحادیي د ۱۴ غړو هیوادونو تر ۹۰ ډیرو پلټونکو په یوه ورځني عملیاتو کې برخه اخیستې وه. څیړونکو په دې ورځ کې د ۹ قربانیانو او د ۴۲ احتمالي شکمنو پلیټ فارمونو څرک معلوم کړی دی.

یوروپول یا د اروپايي اتحادیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۴ نیټه) د هالنډ هیواد په ډنهاګ ښار کې ویلي چې اروپایي تحقیق کوونکو په ۱۴ هیوادونو کې د یوه ورځني عملیاتو په ترڅ کې ۴۲ داسې آنلاین پلیټ فارمونه کشف کړي دي چې د نورو ترڅنګ په روسي ژبه یې د مشکوکو کارونو وړاندیزونه کول.

ویل کیږي چې په خاص ډول په اوکرايني ژبه مشکوک شغلونه په نښه کړای شوي دي. د بیلګې په توګه، یوروپول د «عکاسۍ» او یا د «روښانه راتلونکي» ژمنو، چې احتمالاً د جنسي سوء استفادې یا جنسي استثمار سبب کیږي، یادونه کړې ده.

څیړونکو د روان کال په مې میاشت کې دغه تحقیقات پيل کړي و چې آلمان هم په دغو څیړنو کې برخه درلوده. څیړونکو داسې ۱۲۵ انلاین پلیټ فارمونه کشف کړي دي چې په هغو کې د نورو ترڅنګ ښځینه پناغوښتونکو ته د کار یا شغل وړاندیزونه شوي، د ملګري موندنې انټرنټ پاڼې او د جنسي خدماتو پلیټ فارمونه شامل دي.

ویل شوي دي چې تر اوسه پورې ۱۵ موارد تر ارزونې لاندې نیول شوي دي. د یوروپول په حواله ۹ تنه د شکمنو کسانو په توګه پيژندل شوي او نهه تنه قربانیان یا قربانیانې هم موندل شوي دي.

د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې دغه عملیاتي ورځ د هالنډ هیواد سره په همغږۍ کې د مې میاشتې په ۲۳ نیټه په لاره اچول شوې وه. څیړونکو د تماس او کار موندنې په هکله د آګاهۍ وبسایټونه او همدارنګه هغه پلیټ فارمونه مشاهده کړل چې جنسي خدمات وړاندې کوي.

زیاته شوې ده چې په دغو پلیټ فارمونو کې پناه غوښتونکو ته د انتقال، کار موندنې او مرستې په هکله وړاندیزونه شوي دي. 

د یوروپول په وینا د «عکاسۍ» تر عنوان لاندې د یو شمیر شغلونو له طریقه اوکرایني پناه غوښتونکي د «یوې ښې راتلونکي» په هیله، جنسي استثمار ته ور ټیل وهل شوي دي.

یورو پول مخکې تر دې په مارچ میاشت کې خبرداری ورکړی و چې اوکراینې پنا غوښتونکي ممکن د انساني قاچاقبرانو شبکو لاسو ته ور ولویږي. د اروپایي اتحادیي د پولیسو دغې ادارې د اوکرایني مهاجرو له منونکو هیوادونو غوښتي دي چې په دې برخه کې دې له احتیاط څخه کار واخلي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح