1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د امنیت په شورا کې د دې هیواد ضد پریکړه لیک ویټو کړ

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

د پریکړه لیک په مسوده کې د اوکراین په اشغال شوو سیمو کې ریفرینډم ناقانونه بلل شوی و او له ټولو هیوادونو غوښتل شوي وو چې د اوکراین په سرحد کې دې هیڅ ډول بدلون په رسمیت ونه پيژني. چین او هند رای اچونه کې برخه نه ده اخیستې.

https://p.dw.com/p/4HceP
UN Sicherheitsrat | Sitzung vom 23.08.2022
انځور: Mary Altaffer/AP/picture alliance

روسیې له خپلې خاورې سره د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق کولو له کبله د دغه هیواد پر ضد د امنیت په شورا کې د وړاندې شوي پریګړه لیک مسوده ویټو کړه.

روسیې له خپلې خاورې سره د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق کولو پر ضد د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت په شورا کې د جمعې په ورځ وړاندې شوی پریکړه لیک ویټو کړ. د دغه شورا لسو غړو د پریکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، په داسې حال کې چې هند، چین، برازیل او ګیبون هیوادونو په رای اچونه کې برخه نه ده اخیستې.

دا خبره له پخوا یقیني وه چې روسیه به دا پریکړه لیک ویټو کوي، خو لویدیځ هیوادونه پر دې خبرې یو څه ډاډه شول چې بیجینګ د مسکو ملاتړ ونه کړ او اوس کولی شي د دې پریکړه لیک مسوده د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شي، په کوم کې چې به ټول غړي هیوادونه موجود وي.

اړوند: د روسیې پوځ څومره پياوړی دی؟

د جمعې په ماسپښین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د روسیې له خاورې سره د اوکراین د څلورو سیمو (دونیتسک، لوهانسک، زاپوریژیا او خیرسون) د یوځای کولو تر رسمي اعلان سمدستي وروسته، امریکا له البانیې سره د امنیت په شورا کې د روسیې پر ضد د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړه.

په دغه پریکړه لیک کې د «په نړیواله کچه د په رسمیت پيژندل شوي اوکراین په سرحدونو کې دننه ترسره شوې تش په نامه غیر قانوني ټولپوښتنه» غندل شوې وه او د اوکراین په سرحدونو کې د بدلون په رسمیت نه پيژندلو ټينګار شوی و. په پریکړه لیک کې له اوکراین څخه په پشپړ ډول د روسیې ځواکونو د ایستلو غوښتنه هم شوې وه.

د روسیې اعلامیه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لنډا توماس ګرین فیلډ وویل: «د ملګرو ملتونو سازمان په دې مفکوره رامنځته شوی و چې هیڅ کله به هم یو هیواد ته اجازه نه ورکول کیږي چې په زوره یو بل هیواد اشغال کړي. د امنیت د شورا هدف له خپلواکمنۍ څخه دفاع کول، د سیمه ایز ثبات ساتنه او امنیت او ثبات ته وده ورکول دي.»

د روسیې سفیر ویسلي نیبزیا بیا ویلي دي: «آیا تاسې واقعاً دا ډول تمه لرئ چې روسیه به پر دا ډول مسودې غور او ملاتړ يې وکړي؟ او که داسې نه دي، نو دا خبره روښانه ده چې تاسې په قصدي ډول مونږ مجبوره کوئ خپل د ویټو له حق څخه استفاده وکړو.»

اړوند: له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو غيرقانوني الحاق

مخکې تر دې د جمعې په ورځ په مسکو کې له خپلې خاورې سره د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق کولو په اړه جوړو شوو مراسمو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: «مونږ د اوکراین له حکومت څخه غواړو چې په عاجل ډول دې د ټولو شخړو او جنګونو د ختمولو له پاره د خبرو اترو میز ته بیرته را وګرځي.»

د چین او هند نه ګډون

چین د امنیت شورا په دې غونډه کې په رای اچونه کې ګډون ونه کړ، خو په اوکراین کې یې د اوږد او مخ پر زیاتیدونکي بحران په اړه انديښنه ښودلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر په یوه اعلامیه کې ویلي دي :«د اوو میاشتو راهیسې د اوکراین د روان بحران ناوړه اغیزې  لیدل کیږي. دا اوږد او مخ پر زیاتیدونکی کړکیچ د انديښنې وړ دی.»

په ملګرو ملتونو کې د هند سفیر روچیرا کمبوج په رای ورکونې کې د خپلې غیر حاضرۍ په وضاحت کې وویل چې هند په اوکراین کې د وروستیو پيښو په اړه ډیر انديښمن دی او پر دې خبرې ټینګار کوي چې د انسانانو د ژوند په بیه دې کومه حل لاره ونه لټول شي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح