1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي: روسیه له ټول قوت سره پر دونباس حمله کوي

۱۴۰۱ خرداد ۷, شنبه

د اوکراین ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په یوه ویډیويي پيغام کې د اوکراین په ختیځ دونباس وضعیت ډیر شدید بللی او د وسلو استولو غوښتنه یې کړې ده. د وروستیو رپوټونو په حواله روسي ځواکونه په دغو سیمو کې د پرمختګ په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/4BzM7
Ukraine Präsident Selenskyj
انځور: Sarsenov Daniiar/Ukrainian Presidency/IMAGO

د اوکراین ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په ختیځو جبهو کې د روسي واحدونو په مقابل کې د خپل هیواد د پوځ د شدید مقاومت خبر ورکړی دی.

نوموړي د جمعې په ماښام (د می میاشتې ۲۸ نیټه) په یوه ویډیوي پيغام کې وویل چې اوکرایني پوځیان په ختیځو څنډو کې په «ډیر سخت» موقعیت کې قرار لري.

د اوکراین ولسمشر دې خبرې ته په اشارې سره چې اوکرایني پوځ له هر هغه څه سره چې په لاس کې یې لري خپل مقاومت ته ادامه ورکوي وویل، چې هیواد یې لا زیاتو وسلو ته اړتیا لري.

د نوموړي په خبره په ختیځو جبهو یا سنګرونو کې وضعیت تر هغې ډیر خراب دی چې راپور ورکول کیږي او له روسیې سره د سولې خبرې هم په واقعي ډول په جریان کې نه دي.

زیلنسکي روسیه په دې سیمه کې په «نسل وژنې» تورنه کړه او زیاته یي کړه: ویره لري چې د روسیې بریدونه به دغه سیمه له اوسیدونکو خالي یا پاکې کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فیبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د اوکراین پر وړاندې جګړه په دې بهانه پیل کړه چې غواړي د اوکراین په ختیځو سیمو دونتسک او لوهانسک کې د روسي ټولنې «نسل وژنې» ته د پای ټکې کیږدي.

د اوکراین پارلمان په اپریل میاشت کې یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په هغې کې پر دغه هیواد د روسي ځواکونو بریدونه «نسل وژنه» بلل شوې ده.

د لوهانسک والي وایي چې په دغو بریدونو کې په ځانګړي توګه د لوهانسک سیمې پورې اړوند د سیورودونتسک (Sjewjerodonezk) ښار په نښه کیږي.

مسکو هڅه کوي سیورودونتسک او لیسیچانسک ته سقوط ورکړي، ځکه د دغو دواړو ښارونو په سقوط سره ټوله سیمه د روسي ځواکونو لاسو ته ولیږي.

نن شنبه د می میاشتې په ۲۸ نیټه د اوکراین جګړه خپل ۹۴ مې ورځې ته داخل شوې ده. زیلنسکي وايي چې روسیه په دونباس کې تر هغې اندازې چې کولی شي له خپل توپخانه اي توان څخه استفاده کوي.

په همدې منځ کې د او اوکراین په شمال خارکیف کې هم د روسي ځواکونو مرګوني بریدونه ادامه لري.

د زیلنسکي د پيغام له مخې په دې ښار کې ۹ تنو د روسي د هوایي ځواکونو په بمبار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په وژل شوو کې یو پنځه میاشتنی ماشوم او پلار یي شامل دي. د دې ماشوم مور هم په شدید ډول ټپي شوې ده.

زیلنسکې په دې اړه خفګان ښودلی دی چې اروپايي اتحادیه تر اوسه پورې د روسیې پر وړاندې د بندیزونو لګولو پر شپږمې بستې موافقې ته نه ده رسیدلې. هغه پوښتنه مطرح کوي چې ولی بروکسل د دې کار له پاره دومره ډیر وخت ته اړتیا لري؟

د زیلنسکي په خبره روسیه اوس هم د انرژۍ د صادراتو له درکه په میلیاردونو عاید ترلاسه کوي او د دغه هیواد بانکونه تر اوسه پورې تحریم شوي نه دي.

اروپايي اتحادیه د روسیې پر وړاندې د بندیزونو پر شپږمې بستې د بحث او نظرونو د تبادلې په حال کې ده. دغه اقدام چې په هغې تنبیهي تدابیر شامل دي، د هغو له جملې څخه د روسي د نفتو پر وارداتو بندیز لګول د نظر یووالي ته اړتیا لري. خو هنګري تر اوسه پورې له دې مفکورې سره مخالفت کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و. ا