1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د اوکراین پر سر روسيې ته خبرداری ورکړ

۱۴۰۰ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د اوکراین پر پوله د روسي ځواکونو د حضور ډېرښت، د کيف حکومت او د ناټو غړو هیوادونو د اندېښنو سبب شوی. ناټو د روسيې دغه اقدام پاروونکی بللی او په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3rbvJ
Symbolbild |  NATO Fahne und Rußland Flagge
انځور: Imago-Images/Steinach

د ناټو غړي هیوادونه د اوکراين په ختيځ کې د اوربند تړون له ماتيدو څخه اندېښنه لري. د ناټو وياند، د آلمان «دي ويلت» ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي دي: «ناټو د اوکراين د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ کوي.»

د ناټو وياند زیاته کړې چې د دغه سازمان غړي هيوادونه په پوره غور سره وضعيت تر نظر لاندې لري. ويل شوي دي چې د اوکراين په سرحد کې د روسيې د پوځي حضور ډېرښت، د بې ثباتي سبب کیدای شي او په اوکراين کې د ترينګلتيا د کمښت له پاره روانې هڅې به هم عملاً بې ثمره کړي.

زيربطه هیوادونو د ۲۰۲۰م کال په منځ کې د «اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان» په منځګړيتوب په دې بریالي شول چې په اوکراين کې یو سرتاسري اوربند رامنځ ته کړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورځو کې د اوربند د نقضولو موارد ډير شوي دي.

Ukraine 2015 | Konflikt Ostukraine Donezk, Panzer
د ناټو غړي هیوادونه د اوکراين په ختيځ کې د اوربند تړون له ماتيدو څخه اندېښنه لري - د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/V. Maximov

په دې منځ کې د اوکراين په ختيځ کې پاڅونکونکي او د اوکراين حکومت يو بل د اوربند په نقضولو تورن کړي دي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بايدن د تيرې اوونۍ د جمعې په ورځ د اوکراين د حکومت ملاتړ اعلان کړ.

دغه راز د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست همغږي کوونکي، جوزپ بورل، هم د يکشنبې په ورځ (د اپريل ۴مه) د اوکراين د بهرنيو چارو وزير، دميترو کولبا، سره تيلفوني خبري کړې وې.

بورل په دغې تيلفوني اړیکه کې د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ته د اروپايي اتحاديې له خوا د اوکراين د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ خبره کړې وه.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: