1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

فنلنډ اوکراین ته د«لیوپارد۲» ټانکونو پر لیږلو فکر کوي

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

فنلنډ په محتاطانه ډول سره اوکراین ته د لیوپارد دوه ټانکونو د لیږلو تیاری ښوولی دی. اوکراین د سوليدار او باخموت ښارونو ته د نورو کومکي ځواکونو د لیږلو په حال کي دی. په دغو ښارونو کي له روسي ځواکونو سره سخت جنګونه روان دي.

https://p.dw.com/p/4M7bg
Nato-Übung in Polen
انځور: STR/NurPhoto/picture alliance

د فنلنډ جمهوررئیس ساولي نینیستو، ویلي دي چي که چیري اوکراین ته د جنګي ټانکونو د لیږلو په موضوع کي اروپايي ګډ دریځ رامنځته سي، نو په هغه کي د فنلنډ ونډه اخیستل هم ضروري ده.

فنلنډ یو خاص موقف لري چي د یوه طرفه د ناټو غړی نه دی او له بله طرفه بیا د روسیې سره ګډ سرحد لري. نینیستو د دغه هیواد د خبري آژانس اس ټي ټي، په حواله ټينګار کړی دی چي که اوکراین ته ټانکونه هم لیږل کیږي، نو ځکه به د فنلنډ سهم ډېر نه وي.

فنلنډ د جرمني ساخت تر ۲۰۰ اضافه لیوپارد دوه ټانکونه په اختیار کي لري. ځکه نو باید جرمني اساساً دریم هیواد ته د خپلو تولید سوو نظامي تجهیزاتو د ورکولو اجازه ورکړي.

آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي

پولنډ تیره چهارشنبه اوکراین ته د لیوپارد جنګي ټانکونو د لیږلو د موضوع په جروبحثونو کي پرجرمني باندي فشار زيات کړ. د پولنډ د جمهوررئیس، اندري دودا د معلوماتو په حواله د وارسا حکومت وختي لا تصمیم نیولی دی چي د ګډ اییتلاف په چوکاټ کي لیوپارد جنګي ټانکونه د اوکراین یوې عسکري قطعې ته په اختیار کي ورکړي.

Polen und Deutsche trainieren Gefechtsschießen
انځور: Stefan Sauer/dpa/picture alliance

د اوکراین د جمهوررئیس ولود یمیر زیلنسکي په نظر پولنډ کیدلای سي هیواد ته یې د لیوپارد جنګي ټانکونو د لیږلو په پیشنهاد سره یو ښه مثال وګرځي.

هغه اوکرایني دولتي تلویزوني چینل ټي وې پي، ته ویلي دي چي پولنډ او لیتوانیا کولای سي دغسی یو ګام پورته کړي: «یو څوک همیشه باید نمونه او مثال وي». او «دغه ګام کیدلای سي زموږ سره کومک وکړي، چي نور دولتونه هم د پولنډ او لیتوانیا لار تعقیب کړي». لیتوانیا، اوکراین ته د دافع هوا ټانکونو او مرمیو د ورکولو ژمنه کړې ده.

کیف: روسیه د پوځ د بیا رغوني پخاطر پنځه کاله غواړي

پولنډ په دې منځ کي کوښښ کوي، چي اوکراین ته د غربي هیوادونو د اییتلاف په چوکاټ کي ۱۴ لیوپارد جنګي ټانکونه ولیږل سي.

په جرمني کي د پولنډ سفیر داریوش پولوس، د فونکه په نوم آلماني رسنیز ګروپ ته ویلي دي چي «پولنډ د لویو داسي نظامي واحدونو د جوړولو غوښتونکی دی چي د اوکراین د دفاع په خاطر نظامي اهمیت ولري».