1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بریتانیا خپلې خاورې ته د داخلیدو نوي مقررات عملي کوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۴, شنبه

روانه اونۍ بریتانیا دغه هیواد ته له ویزې پرته د اتباعو داخلیدو له پاره نوي مقررات معرفي کړل. دغه مقرارات چې له راتلونکي میلادي کال څخه به عملی کیږي، بریتانیا ته له ویزې پرته تلونکي اړ دي چې انلاین اجازه ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/4kcbj
د نویو مقرراتو له مخې بریتانیا ته سفر کوونکي او ترانزیت پرواز لرونکي اړ دي تر دې وروسته یو ډول بریښنايي اجازه لیک هم ولري.
روانه اونۍ بریتانیا دغه هیواد ته له ویزې پرته د اتباعو داخلیدو له پاره نوي مقررات معرفي کړل.انځور: Steve Parsons/empics/picture alliance

د بریتانیا حکومت روانه اونۍ خپلې خاورې ته د هغو کسانو له پاره چې له دې وړاندې یې ویزو ته اړتیا نه لرله، نوي مقررات معرفي کړل. د معلوماتو له مخې دغه مقررات به له نوي میلادي کال وروسته د عملي کیدو وړ وي چې پکې له ویزې پرته بریتانیا ته تلونکي اتباع به اړ وي چې په انلاین شکل یو ډول اجازه ترلاسه کړي. د بریښنايي سفر اجازه یا ETA دامریکا متحده ایالاتو  د بریښنايي اجازه لیک په څیر دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ټول هغه کسان چې بریتانیا ته له ویزو پرته داخلیدل، د ۲۰۲۵م کال د اپریل میاشتې له دوهمې وروسته اړ دي چې د بریتانیا د بریښنايي سفر اجازه له ځانه سره ولري. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «له بریتانوي او ایرلنډي اتباعو پرته هر هغه څوک چې غواړي بریتانیا ته سفر وکړي، باید تر سفر مخکې یوه اجازه لیک ولري.» په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه اجازه نامه یا د بریښنايي ویزې په شکل کې او یا هم د بریښنايي سفر اجازې په شکل کې اجرأ کیږي.

دغه سند څنګه ترلاسه کیدی شي او څومره وخت اعتبار لري؟

د معلوماتو له مخې، دا د سفر کوونکي له پاسپورټ سره په ډیجیټلي شکل وصل کیدونکي د سفر اجازه ده او ټول هغه کسان چې په بریتانیا کې د اوسیدو اقامې او یا ویزې ته اړتیا نه لري، یا د بریتانیا له لارې ترانزیت لري او یا غواړي دغه هیواد ته سفر وکړي، اړ دي چې دغه برېښنايي اجازه لیک له ځانه سره ولري.

زیاته شوې چې د دغه سند بیه ۱۳ ډالر ټاکل شوې او دا چې بریتانیا ته د څو ځله سفر له پاره استفاده کیدی شي. سربیره پر دې، د دې سند اعتبار د دوو کلونو او یا هم د کس د پاسپورټ د انقضا تاریخ پورې تړلي وي او په بریتانیا کې د شپږ میاشتو پاتې کیدو له پار اعتبار لري. بریتانیا ته د سفر علاقمند کسان کولی شي چې د تلیفون د یوه ځانګړي اپلکیشن له لارې دغه سند ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې د ګڼ شمیر هیوادونو اتباعو کولی شول چې د الوتکې له لارې د بریتانیا په هوايي ډګرونو کې ښکته شي او پرته له کوم سند او یا ویزې څخه د دغه هیواد خاورې ته داخل شي. دغه څه د تیر کال د نومبر میاشتې راهیسې بدل شول، هغه مهال چې د بریتانیا محافظه کاره حکومت د سفر د بریښنايي اجازه لیک چارې پیل کړې. بریتانیا په لومړي قدم کې دغه څه د قطر هیواد د اتباعو له پاره اړین وګرځول.

د بریتانیا حکومت دغه کړنلاره روان کال هم تمدید کړه او په دغه لیست کې یې یو شمیر نورو هیوادونه لکه، بحرین، کویټ، عمان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم ورشامل کړل. د دغه هیوادونو تابعیت لرونکي ماشومان او نوي زیږیدلي کوچنیان هم دغه سند ته اړتیا لري.

د بریتانیا د هیټرو هوايي ډګر له چارواکو غوښتي چې په دغو مقرراتو دې بیا کتنه وکړي او د ترانیت لرونکو مساپرو له پاره دې دغه څه لغوه کړي.
د بریتانیا د هیترو هوایی ډګر وايي چې د ETA یا د بریښنايي اجازه لیکونو د پروګرام له پیل کیدو وروسته، له دغې لارې شاوخوا ۹۰ زره مسافر کم شوي دي. انځور: TOLGA AKMEN/AFP

آیا استثنا هم پکې شته؟

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې ویوت کوپر، د همدې تیرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له ۲۷ وروسته د اروپايي ټولنې د هیوادونو له اتباعو پرته د ټولو هیوادونو اتباع اړ دي چې د سفر بریښنايي اجازه لیک یا ETA له ځانه سره ولري.

د نومړې په خبره، د اروپايي ټولنې اتباع به د راتلونکي میلادي کال د جنوري له ۸مې نیټې چې که چیرته غواړي بریتانیا ته سفر وکړي، اړ وي چې دغه سند له ځانه سره ولري. هغې زیاته کړې چې د راتلونکي میلادي کال د مارچ میاشتې له ۵مې نیټې وروسته به په شرایطو برابر اروپايي اتباع هم دغه سند ترلاسه کول پیل کړي. په دغو مقراراتو کې همدا راز هغه اتباع هم شامل دي چې د بریتانیا له لارې ترانزیت لري او نه غواړي چې په دغه هیواد کې پاتې شي.

په نویو مقرراتو کې یوازې د بریتانیا او ایرلنډ اتباعو ته استثنا موجوده ده او هغوی اړ نه دي چې بریتانیا ته د سفر پرمهال دغه سند له ځانه سره ولري. سربیره پر دې، له بریتانیا څخه د باندې د دغه هیواد قلمرو اتباع هم اړ نه دي چې دغه سند له ځانه سره ولري.

هغه مسافرین چې تر شپږو میاشتو پورې انګلستان ته د سیاحت، د کورنۍ او ملګرو د لیدنې او یا سوداګرۍ او همدا راز لنډمهاله تعلیمي فرصتونو له پاره راځي، اړ دي چې دغه سند ولري. د معلوماتو له مخې،  دوی نشي کولی په بریتانیا کې واده وکړي، د ټولنیزو مرستو ګټو ادعا وکړي، یا په دغه هیواد کې د پرله پسې لیدنو له لارې ژوند وکړي او یا هم کار وکړي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې ETAs د ډیرو نورو هیوادونو لکه د متحده ایالاتو او آسټرالیا په څیر چې له دغه لارې د پولو امنیت ته لاره هواروي، یو قانوني اقدام دی.

بریتانیا له وړاندې نه د یو شمیر عربي هیوادونو له پاره دغه ډول مقررات وضع کړي او ورو ورو یې نورو هیوادونو ته هم غځوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت په حواله د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له ۲۷ وروسته د اروپايي ټولنې د هیوادونو له اتباعو پرته د ټولو هیوادونو اتباع اړ دي چې د سفر بریښنايي اجازه لیک یا ETA له ځانه سره ولريانځور: Jeff J Mitchell/Getty Images

دا د نورو اروپايي اتباعو له پاره په څه معنی دی؟

دا د فرانسې او جرمني په ګډون ۳۰ اروپایی هیوادونو ته داروپايي ټولنې د هیوادونو د اتباعو د ویزې معافیت یا ETIAS په څیر ډیجیټلي پروګرام دی چې د اروپایې ټولنې کمیسیون یې د راتلونکي کال په پیل کې غواړي عملي کړي. د اروپايي ټولنې د هیوادونو دغه اجازه لیک بیه ۷ یورو ټاکل شوې او د دریو کلونو له پاره به د اعتبار وړ وي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې توګه به ډاډ ترلاسه کړي چې «زموږ د کډوالۍ له سیسټم څخه ناوړه ګټه وانه خیستل شي او مخکې له دې چې مسافرین انګلستان ته خپل سفر پیل کړي، د دوی په هکله به امنیتي چیکونه ترسره کیږي.»

د بریتانیا د هیترو هوایی ډګر وايي چې د ETA یا د بریښنايي اجازه لیکونو د پروګرام له پیل کیدو وروسته، له دغې لارې شاوخوا ۹۰ زره مسافر کم شوي دي. دغه هوايي ډګر ویلي چې دا د هغو هوايي ډګرونو له پاره چې د مسافرو د ترانزیت په برخه کې ستر رقابت لري، ستره اقتصادي ضربه ده.

دغه هوايي ډګر د بریتانیا له حکومته غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دې بیا کتنه وکړي او د هغو کسانو له پاره دې استثنی په نظر کې ونیسي چې غواړي د بریتانیا له لارې ترانزیتي سفر وکړي.

آژانسونه: خ.ح/ش.ن