1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ابوظبي کې د پوځي تجهيزاتو نندارتون

۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبه

له کرونايي محدوديتونه سره سره، په ابوظبي کې د نړۍ د وسلو سترو تولید کوونکو شرکتونو د پوځي تجهيزاتو یو ننداراتو پرانيست. اماراتو د نندارتون په لومړۍ ورځ، د يو ميليارد او ۳۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت وسلو قراردادونه وکړل.

https://p.dw.com/p/3phfz
Vereinigte Arabische Emirate IDEX Defence Messe
انځور: Mikhail Voskresenskiy/Sputnik/picture alliance

په ابوظبي کې د وسلو او د تسليحاتي توکو دغه نندارتون، د کرونا وبا پر وخت یو د ګوتو په شمار نندارتونونو څخه دی چې په حضوري ډول جوړ شوی دی.

د نړۍ د مختلفو وسله توليدونکي هيوادونه هيله مند دي چې د دغه نندارتون له لارې وشي کړای په منځني ختيځ کې د خپلو پوځي تولیداتو د خرڅلاو کچه لوړه کړي. دغه نندارتون د يکشنبې په ورځ (د فبروري ۲۱مه) رسماً په کار پیل کړی دی.

د کرونا وبا پر وخت د منځني ختيځ هیوادونو په عوايدو کې کمښت راغلی دی. هغه په دې دلیل چې د دغې وبا له امله يې په صادراتو کې کمښت راغلی او د نفتو بيې هم رالويدلي دي، چې له دې سره د دغو هیوادونو پوځي لګښتونه هم عملاً لږ شوي دي.

خو له دې سره سره، متحده عربي اماراتو د نندارتون په لومړۍ ورځ د يو ميليارد او ۳۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت وسلې رانيولې. دغه هیواد له سويلي افریقا سره د بې پيلوټه الوتکو او صربستان سره د توپچي يا دفاعي وسلو د اخیستلو تړونونه لاسليک کړل. اماراتو دغه اقدام د خپلې پوځي وړتیا د لوړولو په موخه کړی دی.

Vereinigte Arabische Emirate Abu Dhabi UAE Defence Messe
وسله توليدونکي هيوادونه هيله مند دي چې له دغه نندارتون سره يې په منځني ختيځ کې د پوځي تولیداتو خرڅلاو ډير شيانځور: Mikhail Voskresenskiy/dpa/picture alliance

اسرائيل که څه هم اوس له متحده عربي اماراتو سره د ديپلوماتيکو اړيکو د عادي کيدو تړون لاسليک کړی، خو په دغه نندارتون کې فعال حضور نه لري. ويل شوي چې اسرائيل د کرونايي محدوديتونو له امله نه دی توانيدلی چې په دغه نندارتون کې حضور ولري.

په عین وخت کې اسوشيېتد پریس خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د امریکا نوی حکومت، پر اماراتو د اف-۳۵ ډوله پرمختللو جنګي الوتکو د خرڅلاو پر معاملې ناخوښه دی. د دغه ډول الوتکو د خرڅلاو معامله، د امریکا مخکيني ولسمشر، دونالد ترمپ تاييد کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د بايدن حکومت اوس مهال د هغو تسليحاتي قراردادونو پر بیا کتنې لاس پورې کړی چې د امريکا مخکني حکومت له مختلفو هيوادونو سره لاسلیک کړي دي.

چین چې په نړۍ کې په تسليحاتي برخه کې دوهم صادرونکی هیواد دی، د ابوظبي په نندارتون کې يې د «فایر دراګون» بالستيکي توغندي له یوې واقعې نمونې په وړاندې کولو سره ګډون کړی دی.

دویچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: