د بین الافغاني خبرو ګډه اعلامیه؛ د تړلو دروازو تر شا په څه خبرې شوي؟ | افغانستان | DW | 19.07.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

د بین الافغاني خبرو ګډه اعلامیه؛ د تړلو دروازو تر شا په څه خبرې شوي؟

افغان کارپوهان وايي، په دوحه کې په لوړه کچه بین الافغانې خبرې بې پایلې وې او خپره شوې اعلامیه هم د اصلي کړکیچ پرځای په عمومي مسایلو ورټوله ده. افغان حکومت هم له دې ناستې ناراضه دی، خو د خلکو هیلې څه وې؟

افغان حکومت وايي، په دوحه کې له کوم اغیزمن توافق پرته د دوه ورځنیو مذاکراتو پای ته رسېدو وښوده چې طالبان لاهم پر خپله پوځي تګلاره ټینګار لري.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د "اوربند" په اړه د امریکا او متحدینو له ګډې اعلامیې د هرکلي په ترڅ کې ویلي چې د دوحې په مذاکراتو کې هیڅ ډول پرمختګ نه لېدل کیږي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د طالبانو ډله په همدې توګه زور ګويی او نظامي ستراتیژۍ ته دوام ورکوي.» د حکومت دغه جګپوړی چارواکی زیاتوي چې اوس له خلکو او دولت سره د طالبانو پر وړاندې له مقاومت پرته بله چاره پاتې نه شوه، ترڅو چې دا ډله له تاوتریخوالي لاس په سر او د کړکیچ اصلي حل ومني.

د خلکو ناهیلي

هاخوا د چارو کتونکي د جګړې په ښکېلو غاړو کې د سولې اراده نه ویني او تور لګوي چې دواړه یې د واک پر سر د بې ګناه خلکو وینو تویولو ته ادامه ورکوي.

سیاسي شنونکي ثناالله مخلص دویچه ویله ته وویل، د دوحې خبرو په ګډه اعلامیه کې داسې څه نه دي راغلي چې عام ولس هیله من کړي. مخلص زیاتوي: «په اعلامیه کې د جګړې د کنترول هیڅ ډول خبره نه ده شوې، دا یوازې تشریفاتي او سمبولیکه اعلامیه ده، زه په دې باور یم چې په دغو مذاکراتو کې د جنګ پر خاتمې هیڅ خبرې نه دي شوي.»

دوحې ته د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله، په مشرۍ د جګپوړي افغان پلاوي سفر او هلته د تړلو دروازو تر شا له دوه ورځنیو خبرو ستره هیله دا وه چې ښکېلې غاړې به لږ تر لږه په اوربند هوکړه وکړي، خو په خپره شوې اعلامیه کې د جګړې درېدو هیڅ ټکی نشته.

د اعلامیې ستر ټکي

په دوحه کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د دغسې ناستو دوام، د سولې خبرو په چټک کولو هوکړه، د یوه سیاسي جوړجاړي اړتیا درک کول، د ملکي وګړو ژوند خوندېتوب او د عامه تاسیساتو خوندېتوب د دې ګډې اعلاميي ستر ټکي دي.

خو د ښکېلو غاړو ترمنځ اصلي خبرې پر کوم ځای ولاړې دي؟

د افغان سولې د روان بهیر څارونکي وايي، ترهغې چې د طالبانو ۷ زره زندانیان خوشې نه شي، مذاکراتو کې پرمختګ ناشونی دی.

په امریکا کې د افغان ولس د سولې شورا په نوم د یوه بنسټ مشر داوود عابدي دویچه ویله ته وویل، اوسمهال د حکومت او طالبانو ترمنځ د بحث موضوعات "اوربند" او "زندانیان" دي. عابدي وايي: «ترڅو چې د ۷ زره طالب بندیانو سرنوشت معلوم نه شي، د سولې خبرو کې د پرمختګ احتمال ډیر لږ دی.»

ښاغلی عابدي زیاتوي چې که زندانیان خوشې شي، طالبان چمتو دي چې مشروط اوربند وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په کابل کې د امریکا، اروپايي ټولنې، استرلیا، کاناډا، چک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، د ناټو ملکي استازولي، اسپانیا، سویډن او بریټانیا سیاسي استازولیو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې.

اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو وروستي برېدونه سیاسي حل لارې ته د رسېدو هڅې شنډوي.

 اسماعیل شاکر – کابل

ويديو وګورئ 04:36

د افغانستان د سولې بې برخلیکه وضعیت او د جګړو شدت