1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ازمير کې تر زلزلې وروسته دوې نجونې ژوندۍ ژغورل شوي

۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه

د ترکيې په ستر ښار ازمير کې د جمعي ورځې تر زلزلې وروسته مرسته رسونکي لا په کار بوخت دي. تر دومره ډيرو ساعتونو وروسته د ژونديو کسانو د موندلو هیلې کمې شوي خو کله هم د ژوند نښې ليدل کيږې.

https://p.dw.com/p/3klL7
Türkei Erdbeben Mädchen in Izmir gerettet
انځور: Istanbul Fire Authority/AA/picture alliance

د ترکيې په لويديځ کې تر سختې زلزلې څخه څو ورځي وروسته يوه معجزه کيږې. په ازمير کې له زلزلې ۶۵ ساعته وروسته يوه دري کلنه نجلۍ له ويجاړيو څخه ژوندۍ راويستل شوې.دغه راز د تيرې دوشنبې په ورځ يوه ۱۴کلنه نجلۍ هم ژوندې وموندل شوه او له لومړنيو مرستو وروسته روغتون ته يوړل شوه.

د طبعي ناورين د ژغورنې دفتر پر خپل ټويټر ليکلې: «موږ يوه درې کلنه نجلۍ له ۶۵ ساعتونو وروسته د ويجاړیو له لاندې ژوندۍ را و ايستله. موږ دلته يوو تر هغه چې وروستی ژوندی کس پيدا کړو.»

د تلويزون پر پرده د دغې نجلۍ ژغورل ښودل کيږې. مرسته رسونکو دغه ماشومه روغتون ته ورسوله. د ژغورل شوې ماشومي نيا ژورناليستانو ته وويل: «زه ډيره خوشاله يم. الله پاک دي ژغورونکې ښه وساتي. زه بيا له اليف سره يوځای کيږم او ډير ژر به هغه له خپلې مور او خويندو ورونو سره يو ځاي شی. زما دوعاګاني قبولي شوې.»

د شنبې په ورځ د دغې نجلۍ مور او دري خويندي ورونه د اته پوړيزې ودانۍ له ويجاړيو څخه ۲۳ ساعته وروسته ژوندي پيدا شوې وو.

Türkei | Erdbeben | Rettungsarbeiten in Izmir
د احتمالي ژوندي پاتې شوو کسانو پسې اوس هم لټون روان دیانځور: Mahmut Serdar Alakus/AA/picture alliance


یوه بله څوارلس کلنه نجلۍ ۵۸ ساعته د ودانۍ له ويجاړيو لاندې ژوندۍ پاتې وه. د ترکيې رسمي خبري آژانس انادولو د خبر په حواله، د طبعي پيښو د ژغورنې بنسټ ويلې، چې تر اوسه د جمعي ورځ په زلزله کي ۱۰۵ کسان ژغورل شوي. په ساحلي ښار ازمير کې لټه لا دوام لري.

تر اوسه د ازمير په سيمه کي د دولتي سرچينو د معلوماتو له مخې د زلزلې له کبله په ويجاړيو کي د ۸۱ کسانو مړي پيدا شوي، دغه راز د يونان په ټاپو ساموس کي هم دوه کسان وژل شوي.

د دغې زلزلې له کبله ۹۶۲ کسان ټپيان شوی.د طبعی پيښو ژغورني بنسټ د معلوماتو له مخې ۲۰۰ کسان په روغتون کي بستر دي.له زلزلي څخه ديرش ساعته وروسته مرسته رسونکو يو ۷۰ کلن سړي ژغورلی دی. د طبعی ناورين په دغه سیمه کي د بيړنۍ سرپناه له پاره په زرونو خيمې درول شوي.


دغه زلزله چې د ريشتر پر مقياس یې اندازه ۷،۰ وه د ترکيې ختیځ او د ساموس ټاپو يې ولړزاوه. د امريکي د زلزلي کنترول مرکز(يو ایس جي ایس) د دغه زلزلې مرکز د ساموس ټاپو او ترکيې ولايت ازمير تر منځ ګڼلې. د زمکي لړزه يې تر استانبول او اتن پورې رسيدلې وه. په ساموس کي دوه زده کونکي د يو ديوال نړيدلو له کبله وژل شوي.