1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استانبول کنفرانس د اپریل تر ۲۴ وځنډېد

۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د افغانستان د سولې له پاره د استانبول کنفرانس د اپريل میاشتې له ۲۴مې څخه د می میاشتې تر ۴مې نیټې پورې جوړيږي.

https://p.dw.com/p/3rx5M
Afghanistan-Friedensplan fertiggestellt Friedenskonferenz
انځور: Presseabteilung des Hohen Friedensrates

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلې دې چې په کنفرانس کي دواړه اړخونه طالبان او افغان حکومت گډون کوي. په پام کې وو چې دغه کنفرانس د اپريل پر شپاړسمه ترسره شي. تيره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد نعيم، ويلي ول چې دوی د اپريل پر ۱۶مه نیټه د استانبول په کنفرانس کې ګډون نه شي کولی.

د دغه کنفرانس له پاره د افغانستان د مصالحې عالي شورا هم د مخه خپله طرحه جوړه کړې ده چې په پام کې ده د دغه شورا په غونډه کې تصویب شي. خو د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، د سه شنبې په ورځ د دغې طرحې په اړه وویل چې دغه طرحه «ډيرې زیاتې» ستونزې لري او د افغانستان حکومت طرحې ته په کې «توهین» شوی دی.