د اروپا تر ټولو ښه ریل سټیشنونه وپیژنی
په واشنګټن کي د مستهلکینو د ملاتړ بین المللي مؤسسې "Consumer Choice Center" په اروپا کي ۵۰ ریل سټیشنونه تر ارزوني لاندي نیولي او ۱۵ یې تر ټولو ښه بللي دي. دا چي هغوی کوم معیارونه پوره کړي، دلته یې انځورونه وګوری.
لاپزیګ، د اروپا د کال تر ټولو ښه ریل سټیشن
لوی حتمأ ښه نه وي. د مسافرینو دپاره د تر ټولو ښو ریل سټیشنو په ارزیابۍ کي د اروپا ځیني ډیر لوی ریل سټیشنونه، لکه مادرید د لمړیو ۱۰ ریل سټیشنو په منځ کي نه لیدل کیږي. د جرمني د لایپزیګ ریل سټیشن د ښو خدماتو او کیفیت د وړاندي کولو پخاطر د اروپا د کال ترټولو ښه ریل سټیشن لقب ترلاس کړی. دغه سټیشن په ۲۰۱۰ م کال کي جوړ او د غربي او شرقي المان تر بیرته یوځای کیدو وروسته په ۱۹۹۰ م کال کي ترمیم او نوی سو.
د ویانا ریل سټیشن
د مستهلکینو د ملاتړ بین المللي مؤسسې د اروپا د ښو ریل سټیشنو په انتخاب کي د ریل سټیشنو د ویب سایټونو او هغوی د انلایني ارقامو او اعدادو څخه هم استفاده کړې ده. د خدماتو کیفیت یا مثلأ ریل ته د معیوبینو لاسرسی د هغو په انتخاب کي رول لري. د ویانا ریل سټیشن چي په دغه ارزیابی کي یې دوهم مقام په لاس راوړی، خپل فعالیت په ۲۰۱۲ م کال کي شروع کړی دی. هغه د اوسپني ۱۶ خطونه یا پټلۍ لري.
د لندن د سنت پنکراس ریل سټیشن
دغه ریل سټیشن د ۱۸۶۸ م کال په اکتوبر کي تأسیس سوی او د اوسپني ۱۵ خطونه لري. د دغه ریل سټیشن څخه د کاله تر ۲۰ ملیونه اضافه انسانان استفاده کوي. د لندن دغه سټیشن دریم مقام په لاس راوړی دی.
د امسترډام ریل سټیشن
د هالنډ د امسترډام او مسکو د کازانسکي ریل سټیشنونه یوځای په څلورم مقام کي راغلي دي. د امسترډام ریل سټیشن د ۱۸۸۹ م کال په اکتوبر کي افتتاح سوی او د اوسپني ۱۱ خطونه لري. د دغه ریل سټیشن څخه په ۲۰۱۸ م کال کي د ورځي ۱۹۲۰۰۰ مسافر تللي او یا ورته راغلي دي.
د مسکو د کازانسکي ریل سټیشن
د مسکو د کازانسکي ریل سټیشن په ۱۸۶۴ م کال کي افتتاح سوی دی. هغه تر اوسه پوري هم د مسکو لوی ریل سټیشن دی او د یوې خاصي او ډیري ښایسته معماري سبک پکښي کار سوی دی.
د فرانکفورت ریل سټیشن
د فرانکفورت او مونشن ریل سټیشنونه په ګډه سره په پنځم مقام کي راغلي دي. د فرانکفورت ریل سټیشن د ۱۸۸۸ م کال په اګست کي افتتاح سوی دی. هغه چي د اوسپني ۱۵ خطونه لري، په ۲۰۱۹ م کال کي د ورځي ورڅخه ۴۹۳۰۰۰ مسافر تللي او یا ورته راغلي دي.
د مونشن ریل سټیشن
د مونشن د ریل سټیشن سالون په ۱۸۴۸ م کال کي افتتاح سوی دی. هغه چي د اوسپني ۳۲ خطونه لري، په ۲۰۱۹ م کال کي د ورځي ورڅخه ۴۱۳۰۰۰ مسافر تللي او یا ورته راغلي دي.
د مسکو د کورسکي ریل سټیشن
د مسکو د کورسکي ریل سټیشن په ۱۸۹۶ م کال کي افتتاح سوی دی. دغه ریل سټیشن د اوسپني په درو خطو سره د ښار سره وصلیږي او په ۱۹۷۲ م کال کي ورته یو نوی سالون جوړ سو، چي د ۱۱۰۰۰ مسافرو ګنجایش لري. د کورسکي ریل سټیشن د اروپا د ریل سټیشنونو په ۶ مقام کي راغلی دی.
د میلان مرکزي ریل سټیشن
دغه ریل سټیشن په ۱۹۳۱ م کال کي رسمأ افتتاح سو او د اوسپني ۲۴ خطونه لري. د میلان د مرکزي ریل سټیشن څخه هره ورځ ۵۰۰ ریلونه تګ راتګ کوي او د کاله ۱۲۰ ملیونه مسافر لري.
د برمنګهم د ریل سټیشن
د بریتانیا د برمنګهم ریل سټیشن په ۱۸۵۴ م کال کي تأسیس سوی او د اوسپني ۱۳ خطونه لري. د برمنګهم ریل سټیشن د کاله ۳۵ ملیونه مسافر لري. هغه په ۲۰۲۰ کي ترمیم او نوی سو.
د روم د ترمیني مرکزي ریل سټیشن
د روم د ترمیني دغه مرکزي ریل سټیشن په ۱۸۶۷ م کال کي افتتاح او د اوسپني ۳۲ خطونه لري. هغه د اروپا دوهم تر ټولو لوی ستیشن دی او د کاله ۱۸۰ ملیونه مسافر انتقالوي. د روم ترمیني ریل سټیشن د اروپا د ریل سټیشنونو په نهم مقام کي راغلی دی.
د بولونیا مرکزي ریل سټیشن
د ایټالیا د بولونیا او پاریس د مونپارناس ریل سټیشنونه په ګډه سره په لسم مقام کي راغلي دي. د بولونیا ریل سټیشن په ۱۸۶۴ م کال کي افتتاح او د اوسپني ۲۰ خطونه لري. د بولونیا د ریل سټیشن څخه هره ورځ ۸۰۰ ریلونه تګ راتګ کوي او د کاله ۵۸ میلیونه مسافر انتقالوي.
د پاریس مونپارناس د ریل سټیشن
د پاریس د مونپارناس ریل سټیشن په ۱۸۴۰ م کال کي افتتاح او د اوسپني ۲۸ خطونه لري. د مونپارناس د ریل سټیشن د کاله ۵۴ میلیونه او ۸۰۰ زره مسافر انتقالوي.
د اروپا ترټولو ښه ۲۶ ریل سټیشنونه
د اروپا د ۵۰ ریل سټیشنو د جملې څخه ۲۶ یې تر ټولو ښه ریل سټیشنونه انتخاب سوي دي. د جرمني د درو ښارونو، دوسلدورف، هانوفر او شټوټګارت ریل سټیشنونه په واشنګټن کي د مستهلکینو د ملاتړ د بین المللي مؤسسې "Consumer Choice Center" لخوا په ګډه سره په ۱۲ مقام کي راغلي دي. ( په عکس کي د هانوفر ریل سټیشن)
د جرمني درې نور ریل سټیشنونه
په دغه ارزیابۍ کي د هامبورګ ریل سټیشن په ۱۴، کولون او نورنبِرګ په ګډه سره په ۱۵ مقام کي راغلي دي. (د هوا څخه د هامبورګ د ریل سټیشن عکس)