1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي سولې ته د رسیدو له پاره غني باید له واکه لیرې شي

۱۴۰۰ مرداد ۱, جمعه

طالبان وايي چې دوی د قدرت انحصار نه غواړي خو ټینګار کوي چې تر هغو پورې چې پر یوه توافق شوي حکومت پريکړه نه وي شوې او ولسمشر غني له واکه لیرې شوی نه وي، په افغانستان کې سوله نه شي راتلی.

https://p.dw.com/p/3xuPA
Katar Doha | Friedenkonferenz für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند او د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین، له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې طالبان دې ته چمتو دي چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي خو یوازې په دې شرط چې د ټولو لوریو له خوا پر یوه منل شوي حکومت توافق وشي او د ولسمشر غني حکومت له منځه ولاړ شي.

د روان میلادي کال له مې میاشتې راهیسې کله چې له افغانستان څخه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو وتل پیل شول، طالبانو خپلو بریدونو ته شدت ورکړی او د یو شمیر مهمو ترانزیتي بندرونو په ګډون یې ډېري ولسوالۍ نیولي دي. همدا روانه اونۍ د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په يوه خبري غونډه کې دا ومنله چې طالبانو په خپلو وروستیو بریدونو سره ښايي ستراتیژیک پرمختګ کړی وي، خو په افغانستان کې د طالبانو بریا لېرې ده.

له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په خبرو کې شاهین وویل: «زه غواړم دا واضح کړم چې موږ د قدرت په انحصار باور نه لرو دا ځکه چې هر حکومت چې په تیر وخت کې یې په افغانستان کې قدرت انحصار کړی، هغوی بریالي حکومتونه نه ول.» طالبانو هم د خپل حکومت په موده کې د واک بشپړ انحصار درلود او د شاهین په خبره موږ نه غواړو هماغه زاړه فورمولونه بیا تکرار کړو.

سهیل شاهین په خپلو خبرو کې پر ولسمشر غني هم نیوکې وکړې او هغه یې د جګړې تږی یاد کړ. شاهین په خپلو خبرو کې د اختر په ورځ د ولسمشر غني تازه څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې د طالبانو پر ضد یې د نویو عملیاتو خبر ورکړ.

بل لوري ته ولسمشر غني څو ځله ویلي چې غواړي د ټاکنو له لارې انتخابات خپل ځای ناستي ته وسپاري. له طالبانو پرته د ولسمشر غني منتقدین بیا پر هغه تور پورې کوي چې یوازې د خپل قدرت بقا غواړي چې له کبله یې د حکومت د ملاتړو ډلو ترمنځ بیلتون هم رامنځ ته کیږي.

Katar, Doha | Friedensverhandlung zwischen dem Afghanischen Staat und den Taliban
انځور: Karim Jaafar/AFP

تر اختر وړاندې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ په لوړه کچه دوه ورځني مذاکرات ترسره شول چې مهمې پایلې یې نه درلودې. په دغو مذاکراتو کې د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرو پر ادامې، د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي او د عامه تاسیساتو پر خوندیتوب توافق شوی وو. شاهین یاد مذاکرات ښه پیل وباله خو ویې ویل چې د غني په شتون کې د حکومت له لوري د اوربند تکراري غوښتنې په دې معنی دي چې طالبان حکومت ته تسلیم شي.

د طالبانو د سیاسي پلاوي غړي سهیل شاهین وویل: «دوی پخلاینه نه غواړي دوی تسلیمي غواړي.» شاهین زیاته کړې چې تر هر راز اوربند وړاندې باید پر یوه نوي حکومت توافق موجود وي چې موږ او نورو افغانانو ته د منلو وړ وي او بیا به په خبره یې نور جګړه نه وي.

د شاهین په خبره، په دغه نوي حکومت کې به ښځې د کار، ښوونځي او په سیاست کې د ګډون حق ولري خو دوی اړ دي چې حجاب یا پوړنی پر سر کړي. د نوموړي په خبره په نوي حکومت کې ښځې له محرم پرته هم له کوره وتلی شي او زیاتوي چې په هغو سیمو کې چې تازه د طالبانو کنترول ته لویدلي د طالبانو له قوماندانانو غوښتل شوي چې پوهنتونونه، ښوونځي او بازارونه د پخوا په څیر د ښځو او نجونو په حضور سره خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.

Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

له هغو سیمو څخه چې د طالبانو په ولکه کې دي، داسې راپورونه ورکول کیږي چې طالبانو د سیمې پر خلکو شدید محدودیتونه وضع کړي او ان ښوونځي یې سوځولي دي. شاهین په خپله دغه مرکه کې همدا راز وویل چې له نظامي لارې د کابل د نیولو پلان نه لري او دا چې تر اوسه پورې طالبانو د ولایتونو د مرکزونو له نیولو ځانونه لیرې ساتلي دي خو په خبره یې دوی کولی شي د نیول شویو پوځي تجهیزاتو او وسلو په واسطه د ولایتونو مرکزونه هم ونیسي.

په دغه مرکه کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني ویاند سهیل شاهین مدنې ټولنې او خبریالانو ته د طالبانو له لوري ګواښونه رد کړل. شاهین وویل چې خبریالان او هغوی چې له غربي رسنیو سره کار کوي، باید له داسې حکومته ویره ونه لري په کوم کې چې طالبان حضور ولري.

شاهین زیاته کړه چې موږ خبریالانو ته د ګواښ لیکونه نه دي لیکلي او په ځانګړې توګه هغو خبریالانو ته چې له بهرنیو رسنیو سره کار کوي. د شاهین په خبره دوی ان په راتلونکي کې هم خپل کار ته ادامه ورکولی شي.