1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توماس ویسټ پاکستان، آلمان او سویس ته سفر کوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پاکستان، آلمان او سويس ته د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړی استازي توماس وېسټ سفر د بشري مرستو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د خبرو لپاره ترسره شوی.

https://p.dw.com/p/4MrJb
Afghanistan Thomas West in Norwegen
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/AFP/Getty Images

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامېې په خپرولو سره خبر وکړ چې توماس ویسټ به د جنوري له ۲۹ څخه د فبرورۍ تر ۴ نیټې پورې د خپل څلور ورځني سفر په لړ کې له امریکایي شریکانو، افغانانو او مرستندویه بنسټونو سره د ګډو ګټو په اړه مشورې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «دې ته په پام سره چې موږ د افغانستان د خلکو او خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې یو، د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له فوق العاده  ننګونو سره مخ کړې».

په یاده اعلامیه کې یادونه شوې چې توماس ویسټ هڅه کوي د دغه سفر په ترڅ کې له خپلو سیالانو سره په همکارۍ یو ګډ سیمه ییز او نړیوال غبرګون ومومي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او حیاتي مرستو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې د ډله ییزې ژمنتیا څرګندونه کوي.

د توماس ويست او متقي خبري؛ د ښځو پر حقونو ټينګار

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د بندولو په اړه د طالبانو د فرمانونو پر سمدستي لغوه کولو ټینګار کوي، خو طالبانو د نجونو د زده کړو د بیا پیلولو وروستۍ هیله هم له منځه وړي دي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ پوهنتونونو او خصوصي تعلیمي موسیسو ته د یوه لیک په استولو سره اعلان کړی چې د کانکور په آزموینه کي د ښځینه محصلینو له نوم لیکنې او آزموینې اخیستلو څخه دي ډډه وکړي.

طالبانو چې لا پخوا یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي ول، د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې ېې د يوه بل فرمان په صادرولو سره په پوهنتونونو کي هم د نجونو پر زده کړو بنډیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دغه اقدام په ملي او نړیواله کچه توند غبرګونونه او نیوکې راوپارولي، خو طالبانو بیا تر اوسه دغه غبرګونونه له پامه غورځولي.

آیا د نويو بانکنوټونو چاپ له نړۍ سره د طالبانو د تعامل ښيي؟