حرم شريف د بيت المقدس د زاړه ښار هغه ساحه دی چې د مسلمانانو، يهودانو او عيسويانو له پاره مقدسه ده. له کالونو راهيسې د اسرائيلو او فلسطنيانو د حرم شريف پر سر لانجه روانه ده.
هغه ځايونه چې د دريو ابراهيمي دينونو د پيرويانو له پاره ډېر ديني اهميت لري، په حرم شريف کې موقعيت لري، يعني مسجد الاقصی، قبه الصخره، گنبد او د ندبه ديوال. په دې پاڼه کې د حرم شريف اړونده موضوگانې موندلی شئ.