1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: طالبان د ښځو ورزش منع کوي

۱۴۰۰ شهریور ۱۸, پنجشنبه

یوې آسترالیایی رسنۍ د طالبانو په حواله رپوټ ورکړی چي د ښځو ورزش، په خاص ډول د ښځو کرکټ به په افغانستان کي منع اعلان سي. د آسترالیا د ورزش وزیر له نړیوالو ورزشي بڼسټونو څخه غوښتي چي د دغه اقدام په وړاندي چُپ پاته نه سي.

https://p.dw.com/p/407Pl
Afghanistan Frauen Cricket
انځور: DW/Hoshang Hashemi

د "سی بی اس" آسترالیایی تلویزیون، د طالبانو د فرهنگي کمیسیون د مرستیال، احمدالله وثیق له خولې، په افغانستان کي د ښځو د ورزش د احتمالي بندښت په هکله یو رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کی راغلي چي   ښځو ته په خاص ډول اجازه نه ورکول کیږي چي د کرکټ لوبه ترسره کړي.

د طالبانو دغه غړي ویلي :» په کرکټ کي ښایی هغوی «ښځي» په داسي یوه وضعیت کي قرار ولري چي بدن او مخ یې ونه پوښل سي. اسلام نه غواړي ښځي په دې ډول ولیدلي سي.

د طالبانو د فرهنگي چارو دغه چارواکي زیاته کړې:« دا درسنیو عصر دی، د هغوی عکسونه او ویدیو گاني « ښځینه ورزشکارنو» به خلک وینی. اسلام او اسلامي امارت ښځو ته اجازه نه ورکوي چي د کرکټ لوبه وکړي او یا هم په هغه ځای کي ورزش وکړي چي د نورو خلکو دنندارې ځای وي.»

احمدالله وثیق تیره میاشت دغي آسترالیایی رسنۍ ته ویلي ول چي طالبان نارینه ووته اجازه ورکوي چی د کرکټ لوبي ته ادامه ورکړي او د کرکټ د ملي ټیم غړو ته یې اجازه نامه ورکړې تر څو د روان کال په نوومبر کي د آزمایشي لوبو له پاره آسترالیا ته ولاړ سي.

د آسترالیا د ورزش وزیر ریچارد کولبیک ، د ښځو د ورزش د ممنوعیت په هکله د طالبان د دغي پریکړي په هکله اندیښنه څرگنده کړې او د کرکټ د نړیوالی شورا په څیر سازمانونو څخه یې غوښتي چي د طالبانو د دغي پریکړي په وړاندي غبرگون وښيي.

کولبیک په یوې خبري اعلامیه کي لیکلي:« له ورزش څخه د ښځو محرومیت په هره سطحه چي وي، د منلو وړ نه دي. موږ د ورزش له بین المللی ادارو د هغې جملې څخه د کرکټ له نړیوالي شورا څخه غواړو چي د دغه وحشتناکه حکم په وړاندي خپل دریځ څرگند کړي.»

د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړي په هغو لسونو ورزشکارانو کي شاملیږي چي د آسترالیا ویزې یې په دغه هیواد کي د ژوند کولو له پاره ترلاسه کړي اود کرونا د پاندیمي له امله اوس په قرنطین کي دي.

طالبانو د رواني اونۍ د سه شنبه په ورځ خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چي د هغوی په فهرست کي د دغي ډلي او حقاني شبکې  تندلارو څیرې لیدل کیږي. دغه کسان د ۱۹۹۰ م کال په لسیزه او د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالو متحدینو په وړاندي تیر ۲۰ کلن جنگ کي فعاله حضور درلود. 

طالبانو د خپلي پالیسۍ په اعلانولو او په عین حال کي د سرپرستې کابینې د غړو لیست په خپرولو سره، هڅه وکړه د گاونډیو هیوادونو او نورې نړۍ اندیښنې راکمې کړي. خو دغه واقعیت ته په پام کی نیولو سره به چي هیڅ کومه ښځه د طالبانو په کابینه کي نسته، دغه اندیښنې له منځه ولاړي نه سي.

په دغه اعلامیه کي د اقلیتونو او کمزورو کسانو د حقونو د ساتني څخه هم یادونه سوې ده. طالبانو همدارنگه ویلي چي » ټولو وطنوالو ته به د شریعت په چوکاټ کي د تحصیل زمینه برابره کړي.« خو په دغه درې صفحه یی اعلامیه کي ښځو ته کومه اشاره نه ده سوې.

خو پر دا ټولو سربیره ، په تیرو څو ورځو کي د افغانستان ځیني ښارونه د ښځو او نارینه وو له خوا د لاریونونو شاهدان ول. هغوی د ښځو له پاره د اساسي حقونو په ځانگړي ډول د کار او تحصیل د حق غوښتونکي سول.  طالبانو په ځینو دغو مظاهرو کي په زورزیاتي لاس پوري کړ او هڅه یې کوله چي د اعتراضي حرکتونو مخه ونیسي. طالبانو اوس اعلان وکړ چي پرته له کوم جواز څخه به هیڅ چاته اجازه ورنکړي چي سړکونو ته راووزي او اعتراضي حرکتونه رامنځته کړي.

GP/NZ/AG