1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

طالبانو د بغلان بورکه ولسوالۍ نیولي ده

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

د بغلان ولایت چارواکي مني چې د دغه ولایت بورکه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده. طالبانو تر دې دمخه د دغه ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی وو. په وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زرو اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/3syjG
Karte Afghanistan Provinz Baghlan Deutsch
انځور: DW

د بغلان ولایت د پولیسیو ویاند احمد جاوید بشارت له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې وسلوالو طالبانو تیره شپه شاوخوا لس بجې له څو اړخونو په دغې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل.

نوموړي وویل: «امنیتي ځواکونو پرته له کوم ځاني تلفاتو پر شاتګ کړی دی او دغه ولسوالي طالبانو سقوط کړې.«

نوموړی ادعا وکړه چې په دغه نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې تیره شپه یې د بغلان ولایت بورکې ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امینه قومندانۍ او لسګونه پوستې نیولي دي او ادعا کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو ډیر شمیر تجهیزات او وسلې د دوی لاس ته ورغلي دي.

د دغې ولسوالۍ سقوط او په افغانستان کې وروستي امنیتي وضعیت د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه هم راپارولي دي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی مامور احمدزی وایي چې حکومت په بغلان کې سمې ګومارنې نه دي کړي.

 نوموړی زیاتوي «په بغلان کې روانه نا امني او بد امنیتي وضیعت د شته سیمه ایزو چارواکو له امله رامنځ ته شوی دی او ځکه هره ورځ پوستې سقوط کوي. دا دی نن یې ولسوالۍ هم سقوط شوه«.

د بغلان بورکه ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز شا او خوا ۹۰ کیلومتره لرې پرته ده چې پخوا هم څو ځله د طالبانو د بریدونو شاهده وه.

دغه راز طالبان ادعا کوي چې اوړمه شپه یې د مرکزي بغلان په جرخشک سیمه کې د افغانو ځواکونو پر یوې اډې برید کړی چې له څو ساعتونو جګړې وروسته یې نیولې ده. دغه ډله ادعا کوي چې لس افغان امنیتي ځواکونه یې وژلي او ۱۶ نور یې له ځان سره وړي دي.

له څو ورځو راهیسې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو رسمي لړۍ پیل شوې په ډیرو ولایتونو کې جګړو زوراخیستی او پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه ډیر شوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت هم طالبانو د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کوي.