1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو حقونه دې مراعات کړي

۱۴۰۰ شهریور ۲۲, دوشنبه

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې له طالب چارواکو سره یې د لیدنې پر مهال له هغوي څخه غوښتي دي چې د ښځو حقونه دې مراعات کړي. د قطر لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت له رئیس الوزاری سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/40GB6
Afghanistan | Kabul Präsidentschaftspalast
انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۱۳) د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خپل فرانسوي سیال ژان ایو لو دریان، ته وویل چې له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو حقونه دې مراعات کړي. نوموړي د بیلګې په توګه د څو اسلامي هیوادونو یادونه وکړه چې په هغو کې ښځې په ټولنیزو چارو کې فعاله رول لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست په ارګ کې د رئیس الوزرا ترڅنګ له یو شمیر نورو طالب چارواکو سره لیدلي او خبرې کړي دي.

نوموړي همدارنګه په یوه جلا غونډه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي. شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، د یوه بهرني هیواد لومړنی د بهرنیو چارو وزیر دی چې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې لیدنې کتنې په هکله وویل: «دغه لیدنه کتنه پر دوو اړخیزو مناسباتو، بشري مرستو، اقتصادي پراختیا او له نړۍ سره پر دوه اړخیز تعامل متمرکزه وه.»

قطر ته پر طالبانو یو د تر ټولو ډیر نفوذ درلودونکي هیواد په توګه کتل کیږي. طالبان په دوحه کې یو سیاسي دفتر لري او په همدې هیواد کې یي له امریکا سره مذاکرات پر مخ ویوړل چې په پایله کې یې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې یوه موافتنامه لاسلیک شوه.

 قطر همدارنګه له ترکیې سره په ګډه د کابل هوایي ډګر د بیارغونې له پاره یو تختیکي ټیم هم استولی دی. د اګست مياشتي پر ۳۱ د بهرنیو ځواکونو تر پوځي تخلیې وروسته، قطر په تیرو ورځو کې په چارتر الوتکو کې د لویدیځو هیوادونو اتباع او د هغوې افغان همکاران له کابل څخه انتقال کړي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې اوس هم د دغه هیواد په لسګونو اتباع په دغه هیواد کې باقي پاتې دي او پاریس هڅه کوي چې د قطر په همکارۍ هغوي له افغانستان څخه انتقال کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

«په دې شرایطو کې له حکومت سره کار کولو ته اماده نه یم»