1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د دوحې مذاکراتو د پيل پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي»

۱۳۹۹ آبان ۱۹, دوشنبه

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش ويلي چې طالبان په افغانستان کې د جګړې پر سوله ییز حل باور نه لري. نوموړي په عين حال کې هيله مندي ښوولې چې د امريکا متحده ايالاتو نوی حکومت به د سولې بهير له سره و ارزوي.

https://p.dw.com/p/3l3V3
Afghanistan l Zweiter Vizepräsident Sarwar Danish
انځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/picture-alliance

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش نن دوشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۹مه) په کابل کې په سیمه ییزه کچه د اطلاعاتو بهیر پياوړتیا ملي کنفرانس ته وویل چې طالبانو جګړې ته په زور ورکولو سره ښوولې چې د سولې بهیر ته ژمن نه دي.

نوموړي زیاته کړه: «طالبان په دوحه کې د سولې خبرو اترو د پرمختګ پر وړاندې اصلي خنډ دي.»

نوموړي په همدې ترڅ کې هيله مندي څرگنده کړه: «موږ هیله لرو چې د امريکا متحده ایالاتو نوې رهبري به د [سولې] پروسې ته له سره کتنه وکړي او دا به سره و ارزوي.»

د طالبانو غبرګون

خو طالبان بیا د افغان حکومت دغه تور نوی نه بولي او زیاتوي چې ان دغسې تورونه یې په ردولو هم نه ارزي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم دویچه ویله ته په یو استولي پيغام کې په دې اړه وویل: «حقيقت ټولو ته واضح دی چې د بين الافغاني مذاکراتو له پيل سره سم چا تبليغات شروع کړل او چا د ميز د سر خبرې بهر ته را وويستې او ابزاري استفادې يې شروع کړې.»

د دواړو غاړو له خوا ددغو تورونو سربیره هم د قطر دفتر ویاند وايي، چې د پلاوو ترمنځ اړیکې شته او ناستې هم جوړیږي، خو د رسمي خبرو د پيل پر تګلارو لاهم هوکړه نه ده شوې.

د دوحې خبرو د پيل په تګلارو کې د اختلاف ټکی څه دی؟

د بین الافغاني خبرو لومړی ناسته د تېرې سپټمبر میاشتې په ۱۲ مه نېټه په دوحه کې وشوه، له دې نیټې نیږدې دوه میاشتې اوړي، خو  دواړه پلاوي د خبرو د رسمي دوام په تګلارو نه سلا کیږي.

د رپوټونو له مخې، د افغان او طالب پلاوو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی دادی چې طالبان غواړي د خبرو دوام لپاره بنسټ باید حنفي فقه او د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی هوکړه لیک وي، خو افغان پلاوی بیا دا وړاندیز نه مني.

خو د چارو کتونکي بیا د دوحې خبرو ځنډېدل او دوام د امریکا په ټاکنو پورې تړلی بولي.

Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
په دوحه کې د وسله والو طالبانو او امريکا ترمنڅ د سولې د تړون لاسليکيدلانځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

سیاسي شنونکي عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته وویل، اوسمهال د خبرو د پيل او ځنډ واک نه له حکومت او نه هم له طالبانو سره دی. هغه زياته کړه:

«اوس شپو او ورځو کې خبره نه د شرایطو ده او نه هم د طرحو او نه هم خبره ددې ده چې طالبان د سولې مانع دي او که افغان حکومت، خبره داده چې په امریکا کې ټاکنې ترسره شوي دي، نوی ولسمشر ټاکل شوی هغه به خپله کابینه ټاکي حکومت به جوړوي، خپله خارجي تګلاره به جوړوي.»

دغه پاکستان میشتی افغان کارپوه زیاتوي چې د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن بهرنی تګلاره کې ښايي افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې لرې شي.

کاکړ زیاتوي اوس ټول انتظار دې ته دی چې بایډن افغان سولې لپاره د ټرمپ ادارې تګلاره تعقیبوي او که پردې ټول بهیر له سره کتنه وشي.

د آزادو شويو طالب زندانیانو د جګړې ډګر ته ګرځېدل

هاخوا د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش دا هم ویلي چې د طالبانو ډيری خوشې شوي زندانیان بیرته د جګړې ډګر ته تللي.افغان حکومت دوه میاشتې وړاندې د طالبانو شاوخوا ۵ زره زندانیان آزاد کړل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د دانش دغه تور هم پخوانی وباله او زیاته یې کړه: «دا هم زاړه او بی اساسه تورونه دي.» دا څرګندونې داسې مهال دي چې همدا اوس د افغانستان په څو ولایتونو کې جګړو زور اخېستی.

افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي تفتیش ادارې یا سیګار وروستی راپور ښيي چې طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې خپل برېدونه ۵۰ سلنه ډیر کړي.

اسماعیل شاکر – کابل