1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د اروپایي اتحادیې د ماموریت امنیت تامینوو

۱۴۰۰ آبان ۴, سه‌شنبه

اروپایي اتحادیه په محتاطانه ډول په کابل کې د خپلو ماموریتونو د پيلولو په هڅه کې ده او طالبانو ژمنه کړې ده چې د اروپایي اتحادیي د نوي ماموریت امنیت به تامینوي.

https://p.dw.com/p/42BMm
Afghanistan l Taliban kontrollieren Straßen in Kabul
انځور: Wali Sabawoon/AP/dpa/picture alliance

د اروپایي اتحادیې یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «موږ کولی شو تائید کړو چې په سیمه کې پر خپل حداقل حضور کار کوو.» مخکې تر دې د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی وو چې د اروپايي اتحادیي ماموریت په یوه میاشت کې په کابل کې پرانیستل کیږي.

د اروپایي اتحادیي دغه چارواکي چې نه یي غوښتل نوم یې واخستل شي وویل: «موږ د امنیتي دلایلو له کبله نور جزیات نه شو ورکولی.»

د اروپايي اتحادیي د بهرنیو چارو ادارې دفتر او ډېرو نورو سفارتونو هغه وخت خپلې دروازې وتړلې او خپل کارمندان یې له دغه هیواد څخه و ایستل چې طالبانو د کابل تر نیولو وروسته د ټول افغانستان واک په خپل لاس کې ونیو.

نوموړي اتحادیه اوس له طالبانو سره د اړیکې نیولو په هڅه کې ده، څو په افغانستان کې په نږدې راتلونکي کې رامنځته کیدونکی بشري کړکیچ ته رسیدګي وکړي. خو اروپایي اتحادیه په عین وخت کې د طالبانو حکومت له رسمیت پيژندلو څخه ډډه کوي.

د اروپا د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل، تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې غړو هیوادونو موافقه کړې ده «چې په کابل کې د اروپایي اتحادیي حد اقل حضور ضروري دی، څو د افغانانو ملاتړ وشي او له خطر سره مخامخو کسانو ته د سفر کولو یا وتلو امنه لاره پيدا شي. خو دا د طالبانو حکومت د په رسمیت پيژندل کیدو په معنی نه دی.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د دوشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د اروپایي اتحادیي ماموریت پرانیستل کیدل «یو پر ځای او مثبت ګام دی چې موږ يې هرکلی کوو.»

بلخي زیاته کړه: «څرنګه چې د نورو سفارتونو امنیت په کابل کې تامين دی، د اورپایي اتحادیي د سفارت او د هغې د کارمندانو امنیت به هم تضمین وي.»

د طالبانو تر واک مخکې وختونو کې به په کابل کې د بهرنیو سفارتونو امنیت د لویدیځ امنیتي او پوځي خصوصي شرکتونو له خوا نیول کېده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز