1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا يعقوب په لومړي ځل په رسنيو کې راڅرګند شو

۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبه

د طالبانو د دفاع سرپرست وزير ملا محمد يعقوب په لومړي ځل په کابل کې رسنيو ته را څرګند شو. نوموړي په دې ترڅ د روغتيا په سکتور کې پر پانګوالو د پانګونې غږ وکړ.

https://p.dw.com/p/42FDD
Mullah Mohammad Yaqoob
انځور: IRNA

ملا محمد يعقوب چې د طالبانو د بنسټ ايښوونکي او د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د دغه ډلې د واکمن ملا محمد عمر زوی دی، نن چهار شنبه د کابل په سردار محمد داود خان پوځي روغتون کې په لومړي ځل د رسنيو په حضور کې يوې غونډې ته وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل چې په هېواد کې د لسیزو جګړه اوس پای ته رسېدله ده او پر سوداګرو یې په افغانستان کې د پانګونې غږ وکړ. هغه همدا راز پر ډاکترانو هم غږ وکړ چې په هيواد کې د ناروغانو ښه خدمت وکړي څو په راتلونکې کې افغانان بهر ته د درملنې له پاره تللو ته مجبور نه شي.

په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، د طالبانو دغه ځوان پوځي مشر خپلو جنګيالو ته لارښوونه کړې وه چې د افغان حکومت او امنيتي ځواک غړيو ته دې زيان نه رسوي او د هغوی له کورونو او ملکيتونو دې ليرې واوسي.

ملا يعقوب په دې منځ کې ويلي دي چې پر طالبانو د افغانانو پر ضد د جګړې له کبله نيوکې کيدلې او پر هغوی د نورو هيوادونو له پاره د نيابتي جګړې د پر مخ وړولو ټاپې لګول شوي، خو هغه وويل چې دوی د افغان امنيتي ځواکونو د له منځه وړولو پرته چې د امريکا د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګيدل، د«اشغالګرو» پر ضد جګړه پر مخ نه شوای وړلی.

هغه وويل: «موږ د هغوی [افغان امنيتي ځواک] د له منځه وړولو پرته د امریکا اډو ته نه شو رسېدلی او د اشغالګرو پر ضد مو جهاد نه شو کولی.»

ب. ص/ ن .ز (dpa)