1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

افغان ځانګړو ځواکونو د القاعده یو مهم مشر وژلی

۱۳۹۹ آبان ۴, یکشنبه

د افغان امنیتي ځواکونو خاصې قطعې د القاعده شبکې د یوه مهم مشر ابو محسن المصري د وژلو ادعا کړې. ویل کیږي چې المصري د افغان په مرکزي ولایت غزني کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3kPMx
Screenshot FBI Most Wanted Terrorist List | Husam Abd-al-Ra’uf alias Abu Muhsin al-Masri
انځور: FBI

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۴ نیټه) تر غرمې وروسته په خپل تویتر کې ولیکل چې په غزني ولایت کې د المصري د وژنې هدفمند عملیات په بریاليتوب سره ترسره شول. نوموړي ادارې د دغو عملیاتو په اړه نور جزویات نه دي ورکړي.

د ملي امنیت ادارې زیاته کړې ده چې په دغو عملیاتو کې د المصري یو اعتباري کس هم نیول شوی دی. دغه کس له «طالبانو سره ارتباط» درلود.

ویل کیږي چې المصري چې په حسام عبدالروف مشهور وو په سویلي آسیا کې د القاعده شبکې دویم مهم کس وو او همدارنګه د امریکا د فدرالي پولیسو FBI له خوا د تر ټولو مطلوبو ترهګرو په لیست کې شامل وو.

د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې امریکا متحده ایالاتو د المصري د نیولو امر صادر کړی وو. ایف بي آی نوموړی د بهرنۍ ترهګریزې ډلې په ملاتړ او د امریکایي اتباعو د وژنې په دسیسي جوړولو تورن کړی وو.

المصري په داسې یو وخت کې وژل کیږي چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په افغانستان کې روانې اوږدمهالې جګړې ته د پای ټکي ایښودلو په موخه د سولې خبرې اترې روانې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه توافق په قطر کې بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره کړه، چې ټاکل شوې ده دا به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تدریجي وتلو ته زمينه مساعدوي.

Screenshot FBI Most Wanted Terrorist List | Husam Abd-al-Ra’uf alias Abu Muhsin al-Masri
انځور: FBI

په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د سولې خبرې اترې ستونزمنې کړي دي. د شنبې په ورځ یو ځانمرګي بریدګر د کابل په لویدیځ کې یوه روزنیر مرکز ته نږدې د ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په دغه پيښه کې ۲۴ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۵۷ تنه ټپیان شوي دي. د دغه برید مسئولیت داعش یا «اسلامي دولت» ډلې په غاړه اخیستی دی.

افغان چارواکي په پرله پسې ډول طالبان د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر وژنې تورنوي. طالبانو په دوحه کې له امریکا متحده ایالاتو سره په توافق کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې وه.

په امریکا کې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یولسمې تر ترهګریزو بریدونو وروسته امریکا پر افغانستان حمله وکړه او په هغه وخت کې یې د طالبانو د رژیم واکمنۍ ته د پای ټکې کیښود.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا