1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيمروز: طالبانو د کمال خان بند ساتونکي وژلي

۱۳۹۹ آبان ۳, شنبه

د نيمروز ولایت چارواکي وايي چې وسلوالو طالبانو په دغه ولایت کې د پولیسو شپږ افسران وژلي چې د اوبو د يوه مهم بند ساتنه يې کوله. دغه پيښه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3kO1m
Afghanistan Indien Staudamm Projekt
د آرشيف انځور - هراتانځور: Getty Images/A.Karimi

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د نيمروز ولايت ځايي چارواکو د شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۴مه) وويل چې په دغې وسلواله حمله کې درې تنه نور تپيان شوي هم دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند، ابراهيم امينيي وويل چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پر ساتونکو پولیسو باندې دغه وسلواله حمله د جمعې په ورځ ناوخته شوې ده.

په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دا «یوه تروريستي حمله» بللې ده.

د کمال خان بند له ګاونډي هيواد ايران سره نژدې موقعيت لري چې د ايران او افغانستان تر منځ مناسباتو کې د تريګلتيا يوه سرچينه هم ګڼل کيږي. افغان ولسمشر په ۲۰۱۷م کال کې ويلي وو چې د دواړو هيوادونو تر منځ د آزادو اوبو بهیدلو وخت نور پای ته رسيدلی دی.

افغان چارواکو تر دې وړاندې پر ايران تور لګولی وو چې هڅه کوي د کمال خان بند د دريم فاز پروژه سبوتاژ کړي چې د دغه هدف له پاره د وسلوالو طالبانو له مرستو هم کار اخلي.

د نيمروز ولايت پر دغه بريښناکوټ باندې حمله په داسې وخت کې شوې، چې تر دې يوه ورځ مخکې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او شپږ نور طالبانو يرغمل کړي ول. ځايي طالبانو د بريد مسئوليت منلی وو.

له بل لورې د غزني ولايت چارواکو خبر ورکړ چې د ملکيانو يو موټر د سړک غاړي ماين باندې ختلی چې په چاودنه کې يې ۹ تنه وژل شوي دي. د دغه ولايت چارواکو ويلي دي چې دغه ماين د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی وو.

خو په افغانستان کې يوازې طالبان د ملکيانو د وژلو لامل نه بلکې وخت ناوخت د حکومتي ځواکونو په بريدونو کې هم ملکيانو ته درانه تلفات اوښتي دي. د چهارشنبې په ورځ په تخار ولایت کې د حکومتي ځواکونو په يوه هوايي بريد کې ۱۲ ماشومان ووژل او يو شمیر نور ټپیان شول. د رپوټونو په حواله دغه بريد پر يوه جومات شوی وو.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.