1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا دوه جنګي بیړۍ د تایوان له تنګۍ تیرې شوي دي

۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د تایوان له تنګۍ څخه د خپلو دوو جنګي بیړیو د تیریدو خبر ورکړی دی. تایوان ته نږدې د چین له پوځي مانورو وروسته، دا د امریکا متحده ایالاتو د خپل ډول لومړی اقدام دی.

https://p.dw.com/p/4G9aM
Taiwan US l  Lenkwaffenkreuzer USS Chancellorsville (CG 62) durchquert Philippinische See
انځور: Mass Communication Specialist 2nd Class Ryan J. Batchelder/U.S. Navy via AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د تایوان په تنګۍ کې د دغو کښتیو تیریدل « په هند اوقیانوس کې د یوه، آرام، آزاد او پرانیسي سیمې له پاره د امریکا د ژمنتیا ښکاره کولو ښکارندویي کوي».

په تایوان تنګۍ کې تشنج د دغه ټاپویي هیواد تاېپي ښار ته د امریکا د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي تر سفر وروسته په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی. د چین د خبرداریو سربیره نانسي پلوسي د تایوان پلازمېنې تاېپي ته سفر وکړ.

پيکنګ وروسته له دې سفر څخه بی له ځنډه غبرګون ښکاره کړ او د تایوان په اطرافو کې یي ځمکني او هوایي پوځي تمرینونه پيل کړل. تایوان د چین مانورونه او توغندیزې آزموېنې پر خپل هیواد د یرغل له پاره چمتووالی وباله او هغه یي وغندل.

تایوان په دوامداره توګه د چین د احتمالي پوځي حملې تر ګواښ لاندې قرار لري. چین دغه خپلواکمن او دیموکراتیک ټاپو د خپل هیواد یوه برخه ګڼي او وايي چې د اړتیا په صورت کې به یي تر خپلې ولکې لاندې راولي.

که څه هم امریکا متحده ایالات له دیپلوماتیک پلوه د تاېپه په اړه د چین نظر په رسمیت پيژني، خو په ورته وخت کې له تایوان سره خپلې اړیکې پالي او د خپل راتلونکي په اړه د دغه ټاپويي هیواد د پریکړې کولو له حق څخه ملاتړ کوي.

تایوان: چين تازه پوځي تمرينونو اعلان کړل، ترنګلتياوې مخ پر زياتيدو دي

د امریکا متحده ایالاتو د خبري اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي دي چې «دغه بیړۍ د تایوان تنګۍ له هغې برخې څخه تیرې شوې دي چې د داړو هیوادونو له سمندري قلمرو څخه د باندې ده. د امریکا متحده ایالاتو پوځ په هر هغه ځای کې چې نړیوال قوانین ورته اجازه ورکوي پرواز کوي، بیړۍ استوي او عملیات کوي.»

امریکا او لویدیځو متحدینو یې د چین په سویلي سمندر کې د تایوان له تنګۍ څخه په تیریدو د «سمندري تګ راتګ آزادي» ډیره کړې ده. دغه اقدام د دې مفهوم د تقویه کولو په خاطر چې ګواکې دغه سمندر، د بین المللي تګ راتګ مسیر دی، د چین غوسه راپارولې ده.

د «سمندري تګ راتګ آزادي» (freedom of navigation) د نړیوالو حقونو یو عرفي اصل دی چې له مخې یي هغه بیړۍ چې د هر یوه خپلواک هیواد بیرغ له ځان سره لیږدوي، د هغو مواردو په استثنا چې په نړیوالو حقونو کې پيش بیني شوي دي، نه باید د نورو هیوادونو له مداخلې څخه اغیزمن شي.

«چین د تایوان تر ولکې لاندې راوستلو له پاره بهانې لټوي»

واشنګټن ویلي دي چې د تایوان په اړه دریځ کې یې کوم تغیر نه دی راغلی. امریکا متحده ایالاتو همدارنګه چین د تایوان په تنګه کې د سولې په ګواښلو تورن کړی دی او ټینګار یي کړی دی چې پیکنګ د نانسي پلوسي له سفر د خپلو پوځي تمریناتو له پاره د بهانې په توګه استفاده کوي.

د چین په مانورو کې د تایوان اوبو ته نږدې د بالستیک توغندیو توغول هم شامل و. دا هغه سیمه ده چې په نړۍ کې د کښتیو تګ راتګ په کې ډیر زیات دی. د چین وروستي پوځي تمرینونه د ۱۹۹۰ لسیزې له نیمايي راهیسې په سیمه کې د چین لومړني پوځي حرکتونه ګڼل کیږي.

سره له دې تایوان هم خپل پوځي مانورونه او د یرغل پر وړاندې له ځان څخه د دفاع کولو تمرينونه یي ترسره کړل. چين په دې پوځي مانورونو کې خپلې تر ټولو پرمختللې جټ الوتکې هم نندارې ته وړاندې کړل.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح