1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي خطر پيښوونکي مهاجر بیرته سوریې ته اخراج کړي

۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبه

د آلمان یو شمیر ایالتونه د خطر پيښوونکو او د جرایمو ترسره کونکو سوریایي مهاجرو اخراجولو ته تیاری نیسي. د نوي میلادي کال له پيل راهیسې خپل هیواد ته د سوریایي پناه غوښتونکو د اخراج د درولو مهلت پای ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3o2Jc
Deutschland Flughafen Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د بادن ورتمبرګ ایالت د کورنیو چارو وزیر توماس شتروبل، د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «تر کومې اندازې چې حقوقي موانع نه وي مونږ به له آلمان څخه د دا ډول کسانو د ايستلو له پاره خپل ټول توان پکار واچوو. دا موضوع د هغو کسانو په هکله هم صدق کوي چې له سوریې څخه زمونږ هیواد ته راغلي دي.»

په آلمان کې شاوخوا ۹۰ تنه سوریایي اتباع د خطر پيښوونکو اسلامپالو په توګه پيژندل شوي دي.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن، هم ورته څرګندونې کړي دي: «هغه کسان چې زمونږ په هیواد کې د درنو جرمونو مرتکب کیږي او یا ګواښونکی چلند لري، نه شي کیدای چې له مونږ سره حفاظت او پناه ترلاسه کړي.»

نوموړي زیاته کړې ده چې نباید د بشارالاسد له رژیم سره د دیپلوماتيکو اړيکو درلودلو په خاطر د دوی (سوریایي مهاجرو) له اخراجولو څخه تیر یا منصرف شو.

د زاکسن ایالت د کورنیو چارو زویر رونالد وولر، غوښتنه کړې ده چې د اردن یا لبنان د حکومت له لارې دې د سوریې له حکومت سره تماس ټينګ کړای شي.

نوموړی سوریې ته په انفرادي ډول اخراج یو اړين کار بولي، ځکه په وینا یي خطر پيښوونکي او د درنو جرمونو ترسره کوونکي باید ونه ساتل شي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د شلیزویګ هولشټاین او هسن ایالتونو هم په دې برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي دي. همدرانګه د براندنبورګ، مکلنبورګ فورپومرن، زارلنډ او زاکسن انهلت د کورنیو چارو وزارتونه هم د سوریایي مهاجرو د اخراج مهلت تر پای ته رسیدو وروسته پر اقداماتو غور کوي.

د «ولټ ام زونټاګ» په حواله د برلین، بریمن، هامبورګ او نیدرزاکسن ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونه چې په رأس کې یي د سوسیال دیموکرات ګوند غړي قرار لري، تر اوسه پورې د سوریایي مهاجرو اخراج ته زمينه مساعده نه بولي.

د دې ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، د تورینګن او راینلنډفالتس ایالتونو د کورنیو چارو وزیران چې د زرغون ګوند غړي دي سوریي ته اخراج په قاطعانه ډول ردوي. د آزاد دیموکرات ګوند څخه د نورد راین وستفالت ایالت د ادغام د چارو مسئول یواخیم سټامپ، تر اوسه پورې په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.