1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادسویس

د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ څومره ګټه کړې؟

۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبه

په سویس کې د افغانستان د شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالرو کنګل شویو پیسو د مدیریت له پاره د وجهي صندوق مدیره هیئت خپله دوهمه جلسه کړې او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر څرنګوالي او انتقال یې بحثونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4O6QA
Afghanistan Kabul | Krise | Geldwert
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د افغانستان د کنګل شویو زیرمو د مدیریت له پاره ټاکل شوي مدیره پلاوي تیره میاشت خپله دوهمه جلسه کړې چې پکې یې د کنګل شویو شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالرو د مدیریت او د افغانۍ د ثبات د ترلاسه کولو له پاره یې د یادو کنګل شویو پیسو د انتقال او ویش په هکله بحثونه کړي دي.

دا د یاد وجهي صندوق د مدیره پلاوي دوهمه رسمي جلسه وه چې په انلاین ډول رابلل شوې وه.

تیر کال په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان د کنګل شویو زیرمو څخه شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالر د «افغانانو له پاره د وجهي صندوق» په نامه یوه حساب ته انتقال شوي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د چارواکو په خبره طالبان به ورته لاس رسی ونه لري. طالبانو بیا د امریکا دغه پریکړه غندلې وه او هغه یې د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول یاد کړي ول.

د افغانستان د کنګل شویو ارزي زیرمو د وجهي صندوق د مدیره پلاوي غړي شاه محرابي، چې د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړی هم دی، وايي چې د وجهي صندوق د څلورو غړو دغه جلسه په انلاین بڼه د فبروري میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شوې ده.افغانستان ته د نغدو پېسو د ليږد پلان

محرابي رویترز خبري اژانس ته د یادې جلسې په هکله ويلي دي: «د زیرمو د انتقال په دې برخه کې پر ممکنه انتخابونو باندې بحث وشو. هغه زیاته کړې ده چې دلته «په واضح ډول نظریه دا ده چې د [افغانۍ] د ثبات ترلاسه کولو له پاره د پیسو  انتقال ته اړین اقدامات عملي شي او ممکنه حل لارې وموندل شي.»

محرابي همدا راز ویلي دي چې هغه په دې باور دی چې دغه پیسې باید یوازې د افغانۍ د ثبات او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لویدو مخه پرې ونیول شي.

د پخواني نظام تر سقوط وروسته په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان ارزي شتمنۍ کنګل شوي دي.
د پخواني نظام تر سقوط وروسته په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان ارزي شتمنۍ کنګل شوي دي. انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د افغانستان کنګل شویو پیسو احتمالي استفاده

محرابي له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه د دې نظریې خلاف دی چې له کنګل شویو زیرمو دې د افغانستان د وارداتي برېښنا لګښت او همدا راز د افغانستان د پورونو او یا هغو پیسو په ورکړه کې ترې استفاده وشي چې د افغانستان اوسنۍ اداره یې مسوولیت لري.

د محرابي په خبره، د افغانۍ د ثبات له پاره که چیرته اړتیا وي، دوی به مداخله وکړي او ان د اسعارو په بازار کې به د ډالر په مقابل کې افغانۍ واخلي ترڅو په دې توګه یو شمیر افغانۍ له اقتصادي چرخش څخه خارج کړل شي چې په پایله کې به یې د نوموړي په خبره انفلاسیون هم ثابت وساتل شي.خصوصي بانکونو ته د نویو چاپ شویو بانکنوټونو د وېش بهیر پیل شو

د محرابي په شمول یو شمیر اقتصاد پوهان وايي چې په تیرو میاشتو افغانۍ د نورو اسعارو په پرتله ثابته پاتې شوې او د دوی په باور د دې کار دلیل هم د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته د ډالرو دوامداره انتقال دی.

د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته او واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم افغانۍ خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړ خو د وخت په تیریدو سره یې خپل ارزښت بیرته ترلاسه کړ.

آیا د نويو بانکنوټونو چاپ له نړۍ سره د طالبانو د تعامل ښيي؟

د افغانستان د کنګل شویو ارزي شتمنیو د وجهي صندوق نوموړي غړي همدا راز ویلي دي چې مدیره پلاوي په دې جلسه کې د مدیره پلاوي د مصارفو د پوره کولو له پاره د بهرنیو مالي مرستو د موندلو له پاره هڅې کړې څو په خبره یې چې د کنګل شویو پیسو د مدیریت مصارف له کنګل شویو پیسو استفاده نه شي.

د شاه محرابي په حواله، کنګل شویو پیسو د ۲۰۲۱م کال راهیسې (له هغه وخته چي کنګل شوي) ۳۶ میلیونه ډالر ګټه کړې او د تیر سپتمبر میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې یاد وجهي صندوق ته انتقال شوي دي د روان کال د جنوري میاشتې تر پایه پورې ۳۴ میلیونه ډالر نوره ګټه هم کړې ده چې په مجموعي ډول ۷۰ میلیونه ډالر کیږي.

آژانسونه / خ.ح / ن.ز