په ۳ ساعته کي د نړۍ هر کونج ته رسیدل
۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبهدا ۲۱ متره اوږده او نسبتاً کوچنۍ الوتکه ده، خو د فضانوردۍ په تاریخ کي يو ستر گام گڼل کيږي. دا لومړی وار دی چي د شخصي کمپنیو له خوا یوه تر ږغ چټکه الوتکه جوړه سوې ده.
دغه ډول الوتکي چي تر اوسه پوري موجودي وي، لکه د اروپا د کنکورد الوتکي چي تر ۲۰۰۳م کال پوري فعالي وې، د شوروي د توپولویف Tu-144 الوتکي چي تر ۱۹۹۹م کاله پوري فعالي وي او نوري ډیري تر ږغ چټکي نظامي جیټونه، د حکومت په فرمایش او د خلګو د مالیاتو په مصرف باندي جوړي سوي وې.
خو اوسنۍ الوتکي بل ډول دي: د امریکا د ډینور یوه خصوصي شرکت د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کي د بوم سوپر سونیک په نامه تر ږغ چټکي طیارې جوړي او په همدې ۲۰۲۱م کال کي به لا د کلفورنیا پر دښتو باندي امتحاني پروازونه وکړي. د هغوی سرعت به په لومړي قدم کي په ساعت کي ۱۶۰۰ کیلومتره وي.
په درو ساعتونو کي د نړۍ هر کونج ته
د دغه خصوصي شرکت هدف دا دی چي ایرو دینامیکي طرحه په واقعیت باندي تبدیله، وروسته هغه په لوی مقیاس کي جوړي او تر ۷۵ مسافرو پوري ځای ولري، کومي چي به تر ږغ چټکي وي.
دا به تر کنکورد الوتکي کوچنۍ وي چي ۱۰۰ مسافرو ته یې ځای درلودی. د همدې لسیزي تر نیمايي پوري به مسافر انتقال او سرعت به یې په ساعت کي تقریبآ ۲۷۰۰ کیلومتره ته ورسیږي.
ایا دا ډول یوې الوتکي ته ضروت سته؟
د دغو الوتکو جوړولو شرکت وايي چي هغه به اقلیم خراب هم نه کړي. ځکه چي هغه به د ایروډینامیک د تخنیک په واسطه په خنثي کاربن ډای اکسایډ او پایداري انرژي باندي حرکت کوي او پر مځکه باندي به هم ډير ږغ نه تولیدوي.