رپوټ: افغانستان ته اخراجیدونکي له خطر سره مخامخ دي
۱۴۰۰ خرداد ۱۴, جمعهد رپوټ د یوې جوړونکي، ټولنه پیژندونکي او د افغانستان د مسایلو کارپوهي، فریدریکا شټالمن د معلوماتو پر اساس افغانستان ته اخراج سوي افغانان اروپا ته د تیښتي په دلیل په خیانت، غربي کیدو، غیر اخلاقي رفتار او یا له اسلام څخه په اوښتو باندي تورنيږي.
شټالمن په خپل رپوټ کي د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي څخه د ۲۰۲۰م کال تر مارچ میاشتي پوري افغانستان ته د ۹۰۸ اخراج سوو افغانانو له جملې څخه د ۱۱۳ کسانو ارقام او اعداد بررسي کړي.
د ډیاکوني په نامه خیریه او «ډوډۍ د نړۍ له پاره» سازمانونو اعلان کړی دی چي «بې له یوه اخراج سوي تن څخه نور ټوله یا بیرته وتلي او یا نیت لري چي ووځي. دوو تنو یې ځان وژني کړي دي.»
د ډیاکوني رئیس، اولریش لیلي ټینګار کړی دی: «موږ په خلاصو سترګو سره افغانستان ته په اخراجونو سره د دغو خلګو ژوند له خطر سره مخامخ کوو او هغوی غربت او ټپي کیدو ته پریږدو.»
دا کار د اروپا د بشر د حقوقو د کنوانسیون مطابق یو عمل هم نه دی. اولریش لیلي اضافه کوي: «موږ د جرمني له حکومت څخه غوښتنه کوو چي له ایالتونو سره په ګډه افغانستان ته پریوه عمومي او د ګرده جرمني په سطح د اخراجیدو د توقف یو پلان تصویب کړي.» د همدې جون میاشتي پر اتمه افغانستان ته پلان سوی اخراج هم باید متوقف سي.
د «ډوډۍ د نړۍ له پاره» په نامه عیسوي خیریه سازمان رئیسه، داګمار پرویین خبرداری ورکړ: «په جنګ ځپلي او بحراني هیواد افغانستان کي له کلونو راهیسي وضع خرابه ده او د کرونا وبا په دلیل نوره هم خرابه سوې ده. په همدې دلیل د جرمني خارجه وزارت باید د افغانستان د خلګو د فقر او امنیتي خراب حالت په دلیل رامنځته سوی اوسنی ډراماتیک وضعیت له سره ارزیابي کړي.»
د دغو سازمانو په حواله، اوس د اول وار له پاره پراخو هر اړخیزو څیړنو او ارزیابیو ښوولې ده چي اکثریت اخراج سوي افغانان بیرته له هیواد څخه تښتیدلي او په ډیري مایوسۍ سره په ایران، پاکستان، ترکیه او یا هندوستان کي ژوند کوي.