1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د سريلانکا چارواکي اړ شوي چي ډېر بنديان خوشي کړي؟

۱۳۹۹ آذر ۱۲, چهارشنبه

د سريلانکا په یوه زندان کې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوي وضعيت په سبب د بندیانو له خوا له ترسره کیدونکي تشدده ډک احتجاج وروسته، حکومت په لسګونو بندیان آزاد کړي دي.

https://p.dw.com/p/3m6Mq
Sri Lanka Gefängnisrevolte
انځور: Eranga Jayawardena/AP Photo/picture alliance

د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ته نږدې په یوه تر شدید امنیتي تدابیرو لاندې محبس کې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوي وضعیت په اعتراض کې د بندیانو له خوا له تشدده ډکو نښتو کې تر اوسه پورې ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر نور ټپیان شوي دي. د دې وضعیت په پام کې نیولو سره حکومت د لسګونو بندیانو د خوشې کولو پریکړه کړې ده.

د سریلانکا حکومت د سه شنبې په ورځ وویل چې د هغو بنديانو له ډلې څخه په یوه کې چې تر ګنجایش ډير بندیان پکې ساتل شوي دي د کرونا وبا د خپریدو له امله اړ شوي دي چې د وړو جرمونو ترسره کوونکي په لسګونو بندیان خوشی کړي. حکومت په پام کې لري چې په زرګونو داسې نور بندیان هم خوشې کړي.

د عدلیې وزیر علي صابري پارلمان ته وویل چې د یکشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۲۹ نیټه) په محبس کې له شخړې او ګډوډیو تر را پورته کیدو وروسته یي تر اوسه پورې ۶۰۷ تنه بندیان خوشې کړي دي او د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه حکم پر اساس د نورو بندیانو د خوشې کولو پر لارو چارو غور کیږي. د علي صابري په خبره د بندیانو دوسیو ته د رسیدګۍ بهیر هم ګړندی کړای شوی دی.

د مړو په شمیر کې زیاتوالی

له کولمبو څخه ۱۵ کیلومتره لیري په یوه تر شدید امنیتي تدابیرو لاندې محبس کې تر نښتو وروسته د وژل شوو کسانو شمیر ۱۱ ته لوړ شوی دی. تر ۱۰۰ ډیر بندیان ټپیان شوي دي په داسې حال کې د محبس دوه تنه افسران هم د ټپي کیدو له امله په روغتون کې بستر شوي دي.

په لومړي سر کې د ۸ تنو بندیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو، خو وروسته بیا درې تنه نور بندیانو په روغتون کې سا ورکړه. په «مهارا جیل» کې دا واقعه هغه وخت رامنځته شوه کله چې بندیانو د ښو روغتیایي آسانتیاو او خپلو دوسیو ته د ژر تر ژره رسیدګۍ غوښتنه وکړه.

د محبسونو د چارو یوه کمشنرې چندنا ایکانائیکي، مخکې تر دې ویلي ول چې د بندیانو یوه ډله د محبس هغې ساحې ته ننوتل چیرې چې درمل ایښودل شوي وو. د هغې په خبره بندیانو دغه دارو درمل ټول لوټ او تالا کړل.

د سریلانکا د زندانونو وضعیت ښه نه دی. هلته د بندیانو شمیر تر ۳۰ زرو لوړ دی، چې دا د زندانونو د ګنجایش په پرتله نږدې درې برابره زیات دی. نږدې د ۱۲۰۰ بندیانو د کرونا معاېنه مثبته ختلې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز