1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د شل اوریز نړیوال جام له پاره ملي لوبډله اعلان کړه

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ د شل اوریز نړیوال جام له پاره د راشد خان په مشرۍ د لوبډلې اعلان کړی دی. دا نړیوال جام به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۷مې څخه د هند او سریلانکا په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/56CQ4
په انځور کې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان تر ویکتې اخیستو وروسته د منډې په حال کې لیدل کیږي.
په نړیوال جام سیالیو کې افغانستان په «ډي ګروپ» کې دی او له نیوزیلنډ، سویلي افریقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره به سیالي کويانځور: RANDY BROOKS/AFP

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶م کال د کریکټ د نړیوال جام سیالۍ به د هند په چنای، ممبۍ، بنګلور، کولکته او نوي ډیلي، او همدا راز د سریلانکا په کولمبو او کندي ښارونو کې ترسره شي. د افغانستان د ګروپي پړاو ډېری لوبې به په هند کې وي، په ځانګړي ډول په چنای کې، چې د اسیايي شرایطو له امله د سپن یا ورو توپ اچونکو له پاره مناسب میدان بلل کېږي.

د راشد خان تر څنګ، بل ورو یا سپین توپ اچونکی مجیب‌ الرحمن او چټک توپ ‌اچوونکی فضل ‌الحق فاروقي هم بېرته د ۱۵ کسیزې لوبډلې برخه ګرځول شوي دي. همدا راز، چټک توپ‌ اچوونکی نوین‌ الحق چې د اوږې مودې راهیسې د ټپونو له کبله له کریکټ څخه لیرې پاتې وو، بېرته لوبډلې ته راستون شوی دی. نوین الحق په وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په میاشت کې د زیمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو کې لوبه کړې وه.

د افغانستان د کریکټ بورډ اجراییوي رئیس نصیب خان ویلي، چې ملي لوبډله کولی شي د تېر نړیوال جام له نیمه پایلوبې څخه سږ کال لا ښه پایله ترلاسه کړي. نوموړي ویلي: «افغانستان په تېر شل اوریز نړیوال جام کې یو تاریخي سفر درلود، او هیله لرو چې سږکال، چې سیالۍ په اسیايي شرایطو کې ترسره کېږي، لا هم ښه وځلېږو.»

افغانستان دوه کاله وړاندې په امریکا او ویسټ انډیز کې د نړیوال جام پر مهال د نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، اسټرالیا او بنګله ‌دېش لوبډلو ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده.

د نړیوال جام تر پیل وړاندې، د افغانستان ملي لوبډله به په متحده عربي اماراتو کې له ویسټ انډیز سره د درې شل اوریزو لوبو تمریني لړۍ ترسره کړي. دا لوبې به په شارجه او ابوظبۍ کې وي.

په نړیوال جام سیالیو کې افغانستان په «ډي ګروپ» کې دی او له نیوزیلنډ، سویلي افریقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره به سیالي کوي. د افغانستان د لوبډلې لومړۍ لوبه به د فبرورۍ په ۸مه، د هند په چنای ښار کې د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره شي.

د افغانستان د شل اوریز نړیوال جام لوبډله د راشد خان په کپتانۍ له ابراهیم ځدراڼ، رحمان‌ الله ګربز، محمد اسحاق، صدیق‌ الله اتل، دروېش رسولي، شاهد الله کمال، عظمت‌ الله عمرزي، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب‌ الرحمن، نوین‌ الحق، فضل ‌الحق فاروقي او عبدالله احمدزي سره په نړیوال جام کې ګډون کوي.

له خړو خاورو تر هسکو هیلو؛ د افغان کریکټ بې ساری مزل