1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيگار: لا هم د کابل له هوايي ډگره پېسې قاچاق کيږي

۱۳۹۹ بهمن ۶, دوشنبه

د افغانستان د بيا رغاونې د څار امريکايي ادارې «سيگار» ويلي چې د دغه هېواد د حامد کرزي نړيوال هوايي ډگر څخه اوس هم د پېسو قاچاق ادامه لري. سيگار وايي چې په دغه هوايي ډگر کې پرمختگ شوی خو لا هم ډېر کار ته اړتيا ده.

https://p.dw.com/p/3oO0b
Symbolbild Geldwechsel
انځور: AFP/Getty Images

د افغانستان د حامد کرزي هوایي ډګر مشر سید عمر صبور د سیګار د رپوټ په غبرګون کې وويل چې د دغه ادارې موندنې پخوانۍ دي او اوس وضیعت ښه شوی دی.

سيد عمر صبور له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل: «په تیر یوه کال کې مو د شاوخوا یو میلیون ډالرو او ۱۸۰ کیلو ګرامه سرو زرو او  ۲۴۰ کیلو ګرامه نشه یی توکو د قاچاق مخینوی کړی او په دې تور مو ځیني کسان د قانون منګلو ته هم سپارلي دي.»

اړونده موضوع: ایران ته د ډالرو قاچاق، په افغانستان کې د ګټې ښه لار

سیګار په خپل رپوټ کې د لوړ پوړو چاراکو تګ راتګ ته هم اشاره کړې ده او ويلي یې دي چې سره له دې چې په هوایي ډګر کې د مسافرانو لپاره په پنځو ځایونو کې د تالاشۍ او پیسو شمیرلو ماشینونه لګول شوي خو لوړ پوړي چارواکي په منظم ډول له دغو تالاشیو نه تیریږي.

دغه اداره وایي چې تر هغه لس کاله وروسته هم چې دغه ماشينونه د پیسو د شمیر او تالاشۍ لپاره د امریکا متحده ایلاتو له خوا افغانستان ته ورکړل شوي، له انترنټ سیستم سره نه دي وصل شوي.

اړونده موضوع: سيگار: په افغانستان کې د امريکا بيا رغاونې د زرونو انسانان ژوند اخيستی

خو د هوایي ډګر مشر وایي چې قانون د ټولو لپاره یو ډول پلی کیږي. هغه منلې چې د پیسو شمیرلو ماشینونه ستونزه لري خو نوموړي وويل: «موږ د ماشینونو ستونزه منو چې له سیسټم سره نه دی نښلول شوي او پیسې په لاس شمیرل کیږي خو دغه ټول معلومات ډیټابیس ته رسول کيږي. موږ هڅه کوو تر راتلونکو شپږو میاشتو یا هم یوه کاله دغه ماشینونه جوړ کړو.»

د افغانستان د قوانینو پر بنسټ هر مسافر چې له افغانستانه وځي له لس زرو امریکایي ډالرو ډېرې پېسې له ځان سره نه شي وړلی او له ځان سره د سرو زرو د هغه مقدار د ليږدولو اجازه لري چې بيه یې له ۲۰ زرو امریکایي ډالرو پورته نه وي.

زمزمه نيازۍ/ ب. ص