1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یوې کښتۍ کې د لسو پناه غوښتونکو جسدونه موندل شوي

۱۴۰۰ آبان ۲۷, پنجشنبه

د پناه غوښتونکو په یوې کښتۍ کې چې تر ګنجایش ډېر کسان پکې سپاره ول لسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د بی سرحده داکترانو سازمان په تویتر کې لیکلي دي «څنګه کولی شو دا په ۲۰۲۱ کال کې ومنو؟»

https://p.dw.com/p/43Bs4
Mittelmeer | Rettungsschiff Geo Barents von Ärzte ohne Grenzen
انځور: Daniel Kubirski/picture alliance

د بی سرحده داکترانو سازمان خدمې د لیبیا له ساحل څخه د ۳۰ مایلو په واټن کې په یوې لرګینې کوچنۍ مزدحمې کښتۍ کې د لسو تنو پناه غوښتونکو مړي موندلي دي. د بی سرحده ډاکترانو سازمان ویلي دي چې د چهارشنبې په شپه یې په دغو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۹ تنه چې په یوې لرګینې کیښتۍ کې سپاره ول ژغورلي دي.

نوموړي سازمان ویلي دي چې په ۲۴ ساعتونو کې یې د ژغورنې درې عملیات ترسره کړي دي او په مجموع کې ۱۸۶ تنه یي ژغورلي دي.

د ژغورنې د دغو کښتیو هم غږې کوونکې کارولینا ویلیم ویلي دي: «موږ باید دغه ډله کسان چې احتمالاً زیانمن شوي او په شدید ډول له روحي او روانې پلوه تر فشار لاندي دي ساحل ته ورسوو.» هغې وویل چې د مرکزي مدیترانې له لارې تېښته د مهاجرت په وژونکي مسیر بدل شوی دی.

د بې سرحده ډاکترانو سازمان د دې پيښې په اړه په خپل یوه تویت کې لیکلي دي: «د مړينې لس موارده چې مخه یي نیول کیدای شوه، د ۱۲۲۵ نورو هغو کسانو په شان چې د روان میلادي کال له لومړیو راهیسې له مدیترانې څخه د تیریدو پر مهال یي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.» نوموړي سازمان زیاته کړې ده: «څنګه کولی شو چې په ۲۰۲۱کال کې دا ومنو؟»

د لیبیا په سواحلو کې د ژغورنې تر وروستي ماموریت وروسته، اوس د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۶ تنه پناه غوښتونکي د «Geo Barents» په کښتۍ کې بند پاتې دي او یا په بل عبارت په دغې کښتۍ کې شپې ورځې سبا کوي.

د دغو پناه غوښتونکو تر ټولو کوچنی یې لس میاشتنی دی. اوس دغه کښتۍ په دې هڅه کې ده چې اجازه ترلاسه کړي، څو دغه پناه غوښتونکي په یوه بندر کې په اصطلاح وچې ځمکې ته ښکته کړي.

مخکې تر دې د ژغورنې په دوو ماموریتونو کې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې په مجموع کې ۸۷ تنه امنو ځایونو ته انتقال شوي ول.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز