1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: زېهوفر د افغانانو پر اخراج ټینګار کوي

۱۴۰۰ مرداد ۱۰, یکشنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، هورست زېهوفر په افغانستان کي پر بې امنیتیو او طالبانو پر حملو او مخته تګ سربیره غواړي دغه هیواد ته افغانان اخراج کړي.

https://p.dw.com/p/3yNnU
Abschiebung von afghanischen Flüchtlingen aus Iran nach Afghanistan
انځور: DW/S. Tanha

زې هوفر المانۍ ورځپاڼي، «بیلډ ام زونټاګ» ته ویلي دي، چي «موږ همداوس د افغانستان سره په خبرو کي یو، چي څنګه مجرمین بیا هم ور اخراجولای سو.» هغه د خپلو خبرو په ادامه دا پوښتنه هم مطرح کړې ده، چي «څنګه کولای سی جواب ووایاست، چي سړی دي نور مجرمین خپلو هیوادونو ته نه اخراجوي.»

زې هوفر د اخراج په ارتباط د دې امکان څخه هم یادونه وکړه، چي «د پخپله خوښه تلونکو موضوع به تقویه کړي.» په خبره یې که یو بندي مثلاً د خپل حبس یوه برخه معافیدل غواړي، امکان لري پخپله خوښه خپل هیواد ته ولاړ سي.

هغه همدارنګه ویلي، چي «موږ د جرمني د ایالتونو سره په خبرو کي یو، ځکه چي هغوی د اخراجیدو صلاحیت لري.»

د «بیلډ ام زونټاګ» په حواله، زې هوفر غواړي د کرونا وبا تر ختمیدو وروسته د اخراجیدونکو کسانو تعداد په ښکاره ډول سره لوړ کړي. د جرمني د سوسیال مسیحیانو دغه سیاستمدار ویلي، چي «د کرونا وخت د اخراجیدو دپاره مناسب وخت نه ؤ، ځکه چي د نړی هر هیواد بیره درلوده، چي د هغوی په ورتګ سره به د کرونا ویروس ور انتقال کړي. خو موږ به تر کرونا وروسته د هغوی اخراج په ښکاره ډول سره لوړ کړو.»

Innenministerkonferenz in Rust | Horst Seehofer
د جرمني داخله وزیر، هورست زېهوفرانځور: Philipp von Ditfurth/dpa/picture alliance

 دا هم پداسي حال کي ده، چي د جرمني زرغون ګوند همدا پرون شنبه لا په افغانستان کي د طالبانو ډیرو حملو ته په کتو سره د افغانانو د اخراج د توقف غوښتنه کړې وه. د زرغونیانو مشر، روبرت هابیک د جرمني د حکومت پردې موقف باندي انتقاد کړی او ویلي دي، چي «حکومت بیا هم داسي عمل کوي، لکه په افغانستان کي چي هیڅ نه وي پيښ سوي.»

هغه په افغانستان کي د وضعیت د اټکلونو په ارتباط د خارجه وزارت د تیري جولای میاشتي پر رپوت باندي هم انتقاد وکړ.

هابیک المانۍ ورځپاڼي، «فرانکفورتر الګماینن زونټاګ څایتونګ» ته ویلي دي، چي پر دغه رپوټ باندي باید تجدید نظر وسي او افغانستان ته اخراج بند سي.

د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د شروع سره سم طالبانو ډیري سیمي او ولسوالۍ نیولي او تر خپل کنټرول لاندي یې راوستلي دي او جګړو شدت موندلی دی.