1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: بلخ کې د شیعه‌ګانو پر مسجد د حملې شکمن طراح مو نیولی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲, جمعه

د طالبانو د پولیس ادارې ویلي دي چې په مزار شریف کې د شیعه‌ګانو پر مسجد د بمي برید شکمن طراح یې نیولی. دغې ترهګریزې پېښې کې چې د لمانځه پر مهال شوې وه لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي او ۵۸ ټپیان شوي وو.

https://p.dw.com/p/4AITU
Afghanistan Nowruz in Kabul Kart-e-Sakhi
انځور: Mohammed Shoaib Amin/AP Photo/picture alliance

طالب چارواکيو او روغتیايي کارمنانو د پنجشنبې تر ماښامه دغې برید کې د ژوبل شویو ۳۵ کسانو روغتیايي حالت نازک ښوولی وو او ویلي یې وو، چې ښايي د وژل شویو شمېر ډېر شي. په مزار شریف کې د »سه دکان« مسجد دغې چاودنې مسئولیت داعش ډلې منلی او ادعا یې کړې وه چې دغه برید کې یې له سلو ډېرو کسانو ته مرګ، ژوبله اړولې ده.

د فرانسې خبري اژانس د جمعې په ورځ د طالبانو د پولیسو له قوله لیکلي، داعش پورې اړوند هغه شکمن کس یې نیولی، چې پر دغه مسجد یې د بمي برید طرحه جوړه کړې وه.

بلخ کې د طالبانو د پولیسو ویاند اصف وزیري ویلي چې نیول شوی کس عبدالحمید سنګریار نومېږي او د داعش له اصلي غړیو څخه دی.

د طالبانو دفاع وزارت هم د سنګریار نیول منلي او هغه یې »د افغانستان وګړی« بللی دی. بلخ کې د طالبانو د پولیسو ویاند وزیري زیاته کړه، چې »هغه په ورته څو نورو پېښو کې هم لاس درلود، چې څو ځل په تېښته بریالی شوی ووو خو دا ځل یې هغه په ځانګړیو عملیاتو کې نیولی دی.»

داعش دغه راز په کندوز کې هم د هغې پرونۍ پېښې مسئولیت منلی، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د نظامي تخنیکي ډلې یو موټر په نښه شوی. د طالب چارواکو په خبره، دغې پېښې کې هم څلور کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي. د دغې برید ډېر قربانیان هم هغه زده کوونکي وو، چې له ښوونځیو کورونو ته تلل.

Afghanistan Masar-e-Scharif Explosion in Moschee
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

دا ډله افغانستان کې د هغو خونړیو پېښو مسئولیت مني، چې زیاتره د اهل تشیع پر وړاندې ترسره کېږي. د تېر کال اګست نیمايي کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې ځانمرګي او بمي بریدونه کم شوي؛ خو وروستیو اونیو کې یو وار بیا دغه ډول پیشې زیاتې شوي دي.

افغان شیعه‌ګان ډېر له هزاره قومه دي. موده کېږي، چې دوی د داعش او نورو سني افراطي ترهګرو ډلو په خونړیو بریدونو کې په نښه کېږي. د دې اونۍ په پیل کې د کابل د غرب په یوه ښوونځي کې دوو چاودنو مرګ ژوبله واړوله. که څه هم طالبانو دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږ ښودلی؛ خو د سیمې خلکو د قربانیانو شمېر څو وارې ډېر ښيې. تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسئولیت نه دی منلی.

که څه هم طالبان په ټینګار سره د داعش ډلې د ماتې خبره کوي؛ خو شنونکي وايي، چې داعش ډله طالبانو ته یو لوی سرخوږی دی. طالبانو د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار کې په ځلونو د داعش ډلې مشکوک پټنځایونه په نښه کړي دي. تېر کې دا ولایت د داعش د خراسان ډلې یو قوي سنګر وو، چې هغه مهال یې پر پټنځایونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر تر ټولو لوی غیر اټومي بمب وغورځول شو.

د طالبانو او داعش ډلې تر منځ لوی فکري توپیر په دې کې دی، چې طالبان یوازې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو او په دې هېواد کې د خپلې خوښې نظام جوړولو پسې وو، په داسې حال کې چې داعش ډله د یوه داسې اسلامي خلافت جوړول غواړي، چې ترکیه، پاکستان، عراق، سوریه او له دې زیاتې سیمې پکې شاملې وي.

افغانستان: هغه داعشيان چې له حکومت سره يوځای شوي