1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د ځمکې د کُرې غبرګولی جوړوي

۱۳۹۹ اسفند ۹, شنبه

اروپا د ځمکې د ګرمېدو د پايلو د لا ښه اټکل او وړاندوينې له پاره يوه ۱۰ کلنه پروژه پلان کړې څو د بېلو تخصصي مرکزونو په مرسته د ځمکې «غبرګولی» جوړ کړي، خو دا ځل په ديجيتالي نړۍ کې.

https://p.dw.com/p/3q09M
Sicht der Erde aus dem All
انځور: Reuters/NASA

اروپايي څېړونکي د ځمکې «د ډېر دقيق ديجيتالي غبرګولي» په جوړولو بوخت دي څو وکولی شي چې د ځمکې د ګرمېدو له کبله په راتلونکي کې احتمالي پېښېدونکي حالات اټکل او وړاندوينه يې وکړای شي.

ټاکل شوې ده چې له لسو زيات کلونه به د کمپيوټر پروګرامران او د چاپېريال ساتنې د برخې څېړونکي د دغسې يوه «غبرګولي» د جوړولو له پاره سره همکاري وکړي. هيله يې دا ده چې وروستی مودل به يې ورته د لا ښو او منطقي کړنلارو په اټکل او تطبيق کې او د اوبو او هوا د چټک بدلون په پايله کې د راتلونکو ننګونو په هکله ګټور تمام شي.

دغه پروژه د دريو اروپايي بنسټونو تر منځ يوه ګډه طرحه ده چې پکې د اروپا د  اوبو او هوا د منځمهالو وړاندوينو د مرکز (ECMWF)، د اروپا د فضايي ادارې (ESA) او د هواپېژندنې له سپوږمکيو څخه د ګټې اخيستنې د ټولنې (EUMETSAT) هڅې شاملې دي.

دغه پروګرام او کمپيوټري محاسبې يې د سويس د زوريخ ښار د ټکنالوژۍ په فدرالي موسسه  کې تر سره کيږي.

ياده موسسه وايي چې د ځمکې د بشپړې کُرې ديجيتالي نسخه د ټولو سناريوګانو او د راتلونکو چاپېريالي پېښو د وړاندوينو له پاره يو لازم بستر بايد وبلل شي.

دويچه ويله فارسي/ن.ص./خ.ح.

زموږ له آرشیف څخه: