1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيف د چلدرن په افغانستان کي د ماشومانو وضعيت ناورين ګڼلی

۱۴۰۱ مرداد ۱۹, چهارشنبه

سیف د چلدرن مرستندویه سازمان په افغانستان کي د «کوچنیانو د حقونو د یوې فاجعې» خبره کړې ده. د هغي پلټني پر اساس چي نوموړي سازمان ترسره کړې، ډېری افغان کوچنیان له لوږي، ژورخپگان او بیري څخه زوریږي.

https://p.dw.com/p/4FMOy
Kinder in Afghanistan
انځور: DW

د یوې پلټني له مخي، په افغانستان کي واک ته د طالبانو تر رسیدو یو کال وروسته، ډېر افغان کوچنیان له لوږي، خپگان او بیري څخه زوریږي. لکه څنگه چي د کوچنیانو د ملاتړ ادارې «سیف د چلدرن» د چهارشنبې په ورځ په برلین کي اعلان کړی، په تیره بیا د نجونو وضعیت په دغه له اقتصادي بحران سره مخامخ هیواد کي ډیر خطرناک دی.

د سیف د چلدرن ادارې د افغانستان د څانگي مدیر، کریس نیامندي په افغانستان کي د کوچنیانو د حقونو د یوه ناورين خبره کړې او د دغه هیواد له پاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې ده چي سربیره پر دې باید نړیواله ټولنه د اقتصادي ملاتړ او د بانکي سیستم د رامنځته کیدو له پاره لار هواره کړي.

په هغه رپوټ کي چي د نوموړي سازمان له خوا خپور سوی دی، د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د شاوخوا ۱۴۵۰ افغان ماشومانو د کورنیو، د هغوی د روزونکو او پالونکو پوري مربوط ارقام پکښي شاملیږي.

پر دې اساس ۹۷ سلنه پوښتل سوو کورنیو د روان ميلادي کال په می او جون میاشتو کي ویلي ول چي کوچنیان یې کافي خوراک ته لاس رسی نه لري او نجوني د هلکانو په پرتله لږ خوراک په لاس راوړي. ۲۶ سلنه نجونو او ۱۶ سلنه هلکانو د خپگان علایم درلودل. ډېر نوي ځوانان هم له ژور خپگان څخه زوریږي.

لکه څنگه چي دغه پلټنه ښيي، د طالبانو ایدیالوژي په تیره بیا نجوني سختي اغېزمني کړي دي. څه د پاسه ۴۵ سلنه نجوني چي مرکه ورسره سوې، نه سي کولای مکتبونو ته ولاړي سي. له متوسطه مکتب څخه پورته ښوونځیو او لیسو ډېري ښځي زده کوونکي، د طالبانو له خوا بندیز او اقتصادي دلایلو له امله نه سي کولای مکتبونو ته ولاړي سي. د پوښتل سوو هلکانو یو پر پنځمه برخي ویلي چي مکتبونو ته نه ځي.

له ۱۹۹۶م میلادي کال څخه تر ۲۰۰۱ پوري په افغانستان کي د طالبانو د حکومتولۍ د اولي دورې په شان، طالبانو د اجتماعي او عمومي ژوندانه په ستره برخه کي د ښځو او نجونو د حضور مخه نیولې ده. د نجونو متوسطه مکتبونه او لیسې تړل سوي دي. سخت اقتصادي بحران هم ډېر افغانان اغیزمن کړي دي.

دغه حالت د نړیوالو بندیزونو له امله هم لاپسي خراب سوی دی. د هغو له ډلي څخه د امریکا متحده ایالاتو او نړیوال بانک، له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي (د تیر کال د اگست میاشتي په نیمايي کي)، د افغانستان د مرکزي بانک شتمني کنگل کړې ده.

(epd)GP/NZ