1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

سعودي عربستان او ایران مستقیمي خبري سره کړي

۱۴۰۰ فروردین ۲۹, یکشنبه

د سعودي عربستان او ایران استازو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو مناسباتو تر قطع کیدو څلور کاله وروسته په بغداد کي مستقیمي خبري سره کړي. د دغو مذاکراتو هدف څه شي دی؟

https://p.dw.com/p/3sBtb
Flagge Iran und Saudi-Arabien als Wandgemälde
انځور: daniel0Z/Zoonar/picture alliance

دغه خبر فایننشل ټایمز نن یکشنبه (د اپریل میاشتي ۱۸ مه) ورکړی او د هغه هدف یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تشنج له منځه وړل یاد کړی دی. د دغي ورځپاڼي په حواله د سعودي عربستان او ایران لوړ رتبه نمایندګانو څو ورځي دمخه، د اپریل پر نهمه په بغداد کي سره کتلی وه او د نورو ترڅنګ یې د یمن د نیابتي جنګ په هکله هم خبري سره کړي دي. 

د سعودي عربستان او ایران ډیپلوماتیک مناسبات د یمن د جنګ تر سیوری لاندي څلور کاله دمخه قطع سول.

د اوسنیو مذاکراتو هدف د یمن د جنګ د ختمیدو د حل لاري پیداکول او ددواړو هیوادونو ترمنځ د تشنج له منځه وړل اعلان سوی دی. د خبرو دغه لمړنی مرحله مثبته ارزیابي سوې ده. دغه خبره فایننشل ټایمز د دغو هیوادونو د یوه مسؤل شخص په حواله کړې ده.

دا هم پداسي حال کي ده، چي سعودي عربستان او ایران د رویترز خبري آژانس لخوا د دغي لیدني کتني او هغه د نتایجو په باب عکس العمل ندی ښکاره کړی. 

د دواړو هیوادو ترمنځ اوسني مذاکرات پداسي حال کي تر سره کیږي، چي د امریکا حکومت رسمأ د یمن د جنګ د ختمیدو غوښتنه کړې ده.

د بلي خوا د ایران د اټومي تړون په باب د ګډ کمیسون د خبرو شروع کیدل او خبرو ته د امریکا بیرته ورداخلیدل هغه مسایل دي، چي د سعودي عربستان دپاره د خاص اهمیت درلودونکي دي.

سعودي عربستان او د منطقې نورعربي هیوادونه په دغو مذاکراتو او ایران د اټومي پروګرام په شخړه کي د مشارکت غوښتنه کوي.

رویترز خبري آژانس د دغي لیدني کتني په ارتباط ریاض ته د عراق د صدراعظم، مصطفی کاظمي د تیري میاشتي سفر ته اشاره کوي.

آ./م.ق./ا.ا.