د « Gulf Center for Human Rights» په نوم د بشري حقونو د ټولنې مشر خالد ابراهيم چې پر نورو سربیره په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د پياوړتيا له پاره هلې ځلې کوي، وويل:«د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ غړي د بدلون رښتينې اراده نه لري. دا يوازې د نړيوالو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره يوه پروپاگنده ده.»
د خليج دا شاهي سلطنت لومړی عربي هيواد دی چې د G20 سرمشریزه یې ترتيب کړې ده. د کرونا وبا له کبله به حکومتي او دولتي مشرانو رياض ته سفر ونه کړي، خو د نومبر پر ۲۱ او ۲۲ نيټه به د انترنټ له لارې په دغه غونډه کې گدون وکړي.
د انسانانو لادرکه کيدل
خالد ابراهيم زياته کړې تر هغه وخته چې وليعهد (محمد بن سلمان) واک لري، بشري حقونو ته درناوې د تصور وړ نه دی. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې انسانان د تويتر له لارې د يوه انتقادي تويت تر کولو وروسته لادرکه کيږي او په سوله ایزه مظاهرو کې برخه اخيستونکي اعداميږي.
نوموړي زياته کړه چې په ۲۰۱۸م کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې د رياض څخه د ليږدول شوې کوماندوي ډلې له خوا د وژل شوي ژورناليست جمال خاشقجي جسد تر اوسه نه دی موندل شوی. د خالد ابرهيم په حواله په سعودي عربستان کې په زرونه سیاسي بنديان موجود دی.
له ۲۰۱۸م کال راهيسې په سعودي کې ښځې د موټر چلولو حق لري
د بخښنې نړيوال سازمان هم وضعيت دې ته ورته بولي. د بشري حقونو فعاله يوليا دوشرو وايي: «د سعودي عربستان د حکومت له پاره د جې – شل سرمشریزه يوه ښه موقع ده، څو نړيوالو ته د اصلاحاتو خپل تبليغات او پروپاگند معرفي کړي او دا ورته روښانه کړي چې دغه هيواد د اقتصاد له پاره پرانيستی دی.» نوموړې د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې د بشري حقونو موضوع دې په خپله اجندا کې شامله کړي.
اړونده موضوع:سعودي: په ټولنیزو شبکو کي د ښځو د جنسي آزار پيښي
ايمسنټي په عين حال کې په دغه هيواد کې «د ښځو له حقونو سره د دوه مخي چلند» څخه خبره کوي. زياته شوې ده چې که څه هم چې د ښځو تشويق موضوع د سږکال د جي – شل د اجنډا په سر کې ځای لري، اوس هم يو شمیر فعالانې بنديانې دي او يا د محاکمه کيدو له گواښ سره لاس او گريوان دي.
ايمنسټي انترنيشنل د حکومتونو او دولتونو پر مشرانو غږ وکړ چې د سعودي فعالانو لجين الهنلول. نسيمه الصاده، ثمر بدوي، نوف عبدالعزيز، مايا الشهراني د بې شرطه او سملاسي آزادولو غوښتنه دې وکړي. دغه ښځې په ۲۰۱۸م کال کې د بشري فعاليتونو له وجې نيول شوي دي. د ايمنسټي په حواله له دې میرمنو څخه یې ځيني شکنجه شوي هم دي.
د جی – شل په ډله کې ۱۹ مهم صنعتي او د صنعتي کيدو په درشل کې هيوادونه او همدا راز اروپايي ټولنه شامله ده. دا ډله د نړۍ د کابو يو پر دريمه برخه نفوس او ۸۵ سلنه اقتصادي فعاليتونو استازيتوب کوي.
ب.ص/ ن. ز (dpa, afp, epd)
زموږ له آرشيف څخه:
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د ښخو لومړی ښوونځی او د لوړو زده کړو مرکز
د سعودي ښځو تل د ریاض د دغو نجونو په څیر ښوونځي ته د تلو حق نه لاره. په ۱۹۵۵م کال کې په اول وار د لارالحنان په نوم ښوونځی کې د ښخو نوم لیکنه پیل شوه. په ۱۹۷۰م کال کې بیا د «ریاض د زده کړو کالج» د ښخو د لوړو زده کړو لومړۍ مرجع شوه.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د تذکرې اخیستلو اجازه
د ۲۱مې پیړۍ په پیل کې، سعودي ښځي په لومړي ځل وتوانیدې چې خپلې تذکرې ترلاسه کړي. دغه تذکري د ښځو د هویت د تثبیت یوازنۍ لار ده. ښځو ته یوازې د هغوی د محرم په اجازه تذکرې ورکول کیدای شوای. په ۲۰۰۶م کال کې بیا ښځو اجازه ترلاسه کړه چې پخپله او پرته له اجازې تذکرې واخلي.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د جبري ودونو پای
سعودي عربستان په ۲۰۰۵م کال کې پر جبري ودونو بندیز ولګاوه، خو اوس هم په دې هیواد کې د واده تړون د زوم او خسر تر منځ کیږي نه د زوم او ناوې تر منځ.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
لومړۍ لوړ پوړې ښځه چارواکې
په ۲۰۰۹م کال کې د سعودي عربستان پاچا په خپل حکومت کې لومړۍ ښځینه لوړ پوړي چارواکې په کار وګومارله. نوره الفیاض د زده کړو په وزارت کې د ښځو د چارو مرستیاله وزیره شوه.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
په اولمپیک لوبو کې د سعودي ښځو لومړۍ سیالي
سعودي عربستان په ۲۰۱۲م کال کې په لومړي ځل ښځو ورزشکارانو ته اجازه ورکړه چې د المپیک په لوبو کې سیالي وکړي. د هغوي په ډله کې یوه هم ساره عطار وه چې د لندن په المپیک لوبو کې د ۸۰۰ متره منډو په سیالۍ کې برخه واخیسته.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د بایسکل او وړوکي موټرسایکل چلولو اجازه
سعودي چارواکو په ۲۰۱۳م کال کې ښځو ته اجازه ورکړه چې بایسکل او وړوکې موټرسایکلونه وچلوي. خو هغوی دغه کار یوازي په ځانګړو سیمو او حجاب اغوستلو سره کولای شوای.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د شورا لومړۍ غړې
د ۲۰۱۳م کال په فبروري میاشت کې پاچا عبدالله په اول ورا ۳۰ ښځې د سعودي عربستان د مشورتي شورا غړي وګومارلې.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د رای او کاندیدیدو حق
د سعودي عربستان د ۲۰۱۵م کال د ښاروالیو په ټاکنو کې ښځو په لومړي ځل د کاندیدیدو او رای ورکولو حق ترلاسه کړ. دا په داسې حال کې ده چې نوي زیلاند د لومړي هیواد په توګه په ۱۸۹۳م کال کې ښځو ته د رای ورکولو حق ورکړ. آلمان بیا په ۱۹۱۹م کال کې خپلو ښځینه اتباعو ته د رایې حق ورکړی دی.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د اسهامو د مارکیټ لومړۍ مشره
د ۲۰۱۷م کال په فبروري مياشت کې سعودي عربستان په لومړي ځل ساره السحیمي، د لومړۍ ښځې په توګه د خپل اسهامو د بازار د مشري په توګه وټاکله.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د سپورټ د نندارې اجازه
د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر مياشت کې سعودي عربستان ښځو ته د سپورت ستیدیومونو ته د تلو اجازه ورکړه.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
د موټر چلولو اجازه
د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر میاشت کې د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې ښځو ته به د موټر چلولو اجازه ورکړ شي. د ۲۰۱۸م کال له جون میاشتې راهیسې ښځې د موټر چلولو لایسنس اخیستلو له پاره د خپل محرم اجازې ته اړتیا نه لري او همدا راز کولای شي بې محرمه په موټر کې وګرځي.
-
په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه: څه وخت څه شوي؟
سعودي ښځو ته د طلاق په صورت کې لنډ تلیفوني پیغام استول کیږي
د یوه نوي قانون له مخي د سعودي عربستان ښځي کولای شي د خپلو ودونو حالت په انترنت کې وګوري او له محکمې څخه د خپل طلاق د سند کاپي ترلاسه کړي. دغه قانون د دې له پاره رامنځ ته شوی چې ښخي بې له دې چې خبري وې، د مړونو له خوا طلاق نه شي. که ښخې طلاقیږي نو هغوی ته په تلیفون کې یو لنډ پیغام استول کیږي.